د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېکن د افغانستان ښځو په تړاو په تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بيا رسېدو سره، د ښځو هغه لاسته راوړنې له منځه تللي چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ يې ترلاسه کړې وې. نوموړي دا څرګندونې ...
Read More »حبيبالله اغا د پوهنې وزارت سرپرست او محدوم عالم د غزني امنيه قومندان ټاکل شوی
په حکومت کې دننه د يو لړ تازه ګمارنو او بدلونو له مخې، د کندهار د علماوو شورا رئيس مولوي حبيبالله اغا د مولوي نورالله منير پر ځای د پوهنې سرپرست وزير ټاکل شوی دی. حکومت د دې بدلونو لامل نه دی روښانه کړی خو ذبيحالله مجاهد په دې اړه ...
Read More »امريکا: ايران بايد د متعرضو ښځو غوښتنو ته غوږ کېږدي
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند په ايران د حجاب نه مراعتولو له امله د مهسا اميني وژل کېدو په غبرګون کې وايي، چې ايرانۍ ميرمنې بايد د بېلابېل ډول جامو اغوستو له امله ونه نيول شي او نه هم بايد ورسره زور زياتی وشي. نډ پرايس په دې اړه ...
Read More »ويسټ او بلاول په افغانستان کې د سولې او ثبات د تحکيم پر لارو چارو غږېدلي
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د نوموړي هېواد بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زردادري پرون دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي توماس ويسټ سره ليدلي او د افغانستان او پاکستان پر اړوند مسايلو يې ورسره ...
Read More »حکومت: کابل کې د راټولو کړای شوو سوالګرو اکثره هغه حرفوي دي
د رئيسالوزرا د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ ه کابل کې د سوالګرو د راټولو لړۍ لا هم دوام لري او په ترڅ کې يې زرګونه سوالګر د ښار له بېلابېلو برخو راټول کړای شوي دي. د نوموړي دفتر نن سېشنبه د (وږي په ۲۹مه) ويلي، تر دې مهال ...
Read More »حنفي: له موقف د ناسمې استفادې په صورت کې له چارواکو سره قانوني چلند کېږي
د رئيسالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومتي چارواکی حق نه لري چې د افغانستان د بوديجې يوه افغاني هم غلا، اختلاس او يا يې هم بې ځايه ولګوي. نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (وږي په ۲۹مه) په کابل کې له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د ملاتړ په ...
Read More »امريکا غواړي د افغانستان نظامي چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي
پوليټيکو امريکايۍ ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د جوبايډن اداره په پام کې لري څو د افغانستان د مخکيني پوځ شاوخوا ۴۶ نظامي چورلکې تاجکستان او ازبکستان ته ورکړي. پوليټيکو په دې راپور کې چې پرون دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) يې خپور کړی ويلي، دا هغه چورلکې دي چې په ...
Read More »ګوټريش: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پرمخ ښوونځي پرانېزي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش يو وار بيا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې له شپږم ټولګي د پورته زدهکوونکو نجونو پرمخ دې د ښوونځيو دروازې پرانېزي. نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه ناوخته د (وږي په ۲۸مه) د ملګرو ملتونو له لوري د پوهنيز بدلون په سرمشريزه ...
Read More »بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو
د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني لېنکن په افغانستان کې د بندي امريکايي وګړي مارک فريرکس له بند ازادېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې راخوشی شو. نوموړي ويلي، چې د مارک د خوشي کولو هڅو څو مياشتو وخت ...
Read More »متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی
د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د ګوانتانامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي ازادېدل د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوی فصل پرانيست. نوموړي د بشير نورزي د ازادۍ په تړاو جوړو شوو مراسمو کې ويلي، له زندان د حاجي بشير ازادېدل دا پيغام ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس