فرانسې خبري اژانس د اسلامي امارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کندهار په څلورو ولسواليو کې يې د داعش ډلې پر ضد عمليات ترسره کړې دي. په راپور کې د کندهار امنيه قومندان عبدالغفار محمدي له قوله ويل شوي، يادو عملياتو چې د دوشنبې تر ورځې د ...
Read More »منظور پښتين: که علي وزير او نور کسان له بند ازاد نه شي، اسلاماباد ته پر اعتراض ځو
د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان پرون د (لړم په ۲۳مه) په کووټې، پېښور او کراچۍ کې راټول شوي وو او د علي وزير په شمول يې د دغه غورځنګ د نيول شويو غړو د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په پېښور ...
Read More »ايران: يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د نيابتي جګړې پيلولو هڅه کوي
ايراني چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته بيا ځينې هېوادونه غواړي چې دغلته نيابتي جګړه پيل کړي. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته خپل سفر په ترڅ ويلي، يو شمېر هېوادونه سر له اوسه په دې هڅه کې ...
Read More »اسټراليا د کرکټ شل اووريز نړيوال جام اتلولي وګټله
د اسټراليا او نيوزېلنډ کرکټ ملي لوبډلې بېګاه شپه د (لړم په ۲۳مه) د يوه او بل پر وړاندې د کرکټ شل اووريز نړيوال جام په پايلوبه کې سره مخ شوې. د لوبې پچه اسټراليا وګټله او نيوزيلنډ ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. په دې توګه نيوزيلنډ د ...
Read More »برېتانيا کې د موټربم چاودنې په تور درې مشکوک کسان نيول شوي دي
نن سهار وختي د (لړم په ۲۴مه) د برېتانيا په لېورپور ښار کې موټر بم چاودنه وشوه چې د چارواکو په خبره په تړاو يې درې مشکوک کسان نيول شوي دي. چاودنه په ياد ښار کې د ښځو يوه روغتون ته نږدې د ټکسي موټر په سيله شوې ده. پوليسو ...
Read More »جرمني: له طالبانو سره د خپلو نورو افغان همکاران د اېستلو په اړه مذاکرات روان دي
جرمني خبر ورکړی چې له افغانستان څخه يې د هغو افغان همکارانو د ايستلو لړۍ روانه ساتلې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د دغه هېواد له اړوند ماموريتونو سره کار او همکاري کړې ده. دا څرکندونې د جرمني بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ګنرال انتسايګر له ورځپاڼې ...
Read More »پوتين: لوېديځ په افغانستان کې د کډوالۍ بحران مسوول دی
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په افغانستان کې د کډوالۍ بحران په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې دغه بحران اقتصادي او نظامي عوامل لري. نوموړي د (Russia1) په نوم له يوه روسي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د کډوالۍ اوسنی بحران چې ...
Read More »کاپ۲۶ هېوادونه د اقليمي خطرونو کمولو لپاره پر يوه هوکړه سلا شول
د کاپ۲۶ سرمشريزې غړي هېوادونو له اوږدو بحثونو وروسته، د اکليمي بدلون په ترڅ کې د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنيوي لپاره د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پر يوه هوکړه سلا وکړه. د نوې هوکړې له مخې، د ډبرو سکارو کارول د هوا اتوموسپېر ته د مضرو ګازونو د ...
Read More »د کابل په پرونۍ چاودنه کې خبريال حميد سيغاني هم وژل شوی
پرون شنبه ناوخت د (لړم په ۲۲مه) د کابل ښار ۱۸مې امنيتي خوزې اړوند په دشتي برچي سيمه کې د ملکي وګړو د سوارلۍ پر موټر چاودنه وشوه. عيني شاهدان وايي، چاودنه د چسپکي ماين په وسيله پر ټونس موټر شوې او په ترڅ کې يې د ټونس سوارلۍ وژل ...
Read More »د بلوچستان په کووټه کې تازه چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې
د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کووټه کې تازه چاودنه شوې او د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې شپږو کسانو ته چې عام وګړي دي، مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه نن شنبه له غرمې وروسته د کووټې نوي کلي اړوند سيمه کې شوې ده. ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس