Home » Tag Archives: رویداد خبری آژانس (page 82)

Tag Archives: رویداد خبری آژانس

لوېدیځ هېوادونه: د میانمار پوځ دې د مظاهره‌چیانو په وړاندې له شخړو ډډه وکړي

رویداد خبري آژانس

لوېدیځ هېوادونو د میانمار له پوځه وغوښتل چې د مظاهره کوونکو په وړاندې دې له شخړو ډډه وکړي. داسې نښې لیدل شوي چې ګواکې د دې هېواد امنیتي ځواکونه دې ته تیاری نیسي چې هغه مخالفین وځپي چې غواړي د پوځ له‌خوا د دوه اوونۍ مخکې کودتا په وړاندې اعتراضونه ...

Read More »

د مهاجرت نړیوال سازمان: ملیونونه افغانان به له وچکالۍ او قحطۍ سره مخامخ شي

رویداد خبري آژانس

د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وایي، په افغانستان کې د ورښتونو د کمښت او وچکالۍ له امله به په ملیونونو کسان له قحطۍ سره مخامخ شي. «IOM» پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان کرنه پر بارانونو او د واورو د ویلیدو په اوبو پورې ډېره تړلې او ...

Read More »

چارواکي: ارزګان کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي

رویداد خبري آژانس

د ارزګان ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په دغه ولایت کې نږدې ۷۴ پراختیايي پروژې پلي شوي دي. د ارزګان دکرنې ریاست چارواکو نن دوشنبه (د سلواغې۲۷مه نېټه) د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د کړنو په هکله ملت ته د دولت حساب ورکولو په پروګرام ...

Read More »

امرالله صالح حکمتیار ته؛ وسلې نه قاچاقوو،له قانوني لارو یې اخیستی شو

رویداد خبري آژانس

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ګلبدین حکمتیار پر پرونیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. امرالله صالح پر خپله فیسبوکپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې حکمتیار تل د واک تږی و او هر لوري ته یې لاس اچولی چې ارګ ته یې ورسوي، خو په څلوېښتو کلونو ...

Read More »

امریکا کې پر۳۷.۱ میلیون کسانو باندې د کرونا ضد واکسین تطبیق شوی

رویداد خبري آژانس

د امریکا د امراضو د کنترول اداره وایي د شنبې د ورځې تر سهاره فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) پورې د امریکا په متحده ایالاتو کې ۳۷.۱ میلیون کسان د کروناویروس ضد واکسین شوي دي. د متحده ایالاتو د امراضو د کنترول اداره همداشان وایي چې تر اوسه یې په امریکا ...

Read More »

د ترکیې دفاع وزیر:کردي یاغیانو ۱۳ ترکان اعدام کړي

رویداد خبري آژانس

د ترکیې د دفاع وزیر حلوصي آکار، ویلي چې د عراق په شمال کې میشت د کردستان د کارګر ګوند د تروریستي ډلې یاغیانو ۱۳ ترکان یرغمل او بیا اعدام کړي دي. ښاغلي آکار د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي ...

Read More »

ملګري ملتونه: له بین الافغاني خبرو سره هممهاله په افغانستان کې وضعیت کړکېچن دی

رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو یوه ډله کارپوهانو ددغه سازمان د امنیت شورا ته په خپل یوه راپور کې ویلي دي چې لا هم افغانستان د نړۍ په کچه له ترهګریزو فعالیتونو اغېزمن هېواد دی. په راپور کې راځي سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي ...

Read More »

بشري حقونو:دواړه لوري دې ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې د خبرو مېز ته ستانه شي او ژر تر ژره دلته روانه جګړه پای ته ورسوي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون یکشنبې په ورځ (د سلواغې۲۷ مه نېټه) په یوه خپره شوې ...

Read More »

پاکستان کې څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي

د پاکستان پر یوې پوستې د برید له امله څلور پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستاني رسنیو په حواله په جنوبي وزیرستان کې وسلوالو د پاکستان پوځ پر یوې پوستې حمله کړې چې په پایله کې یې څلور تنه سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وايي په دې ...

Read More »

دفاع وزارت: زابل کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت نن یکشنبه د سلواغې په ۲۶ مه نیټه په یوه اعلامیه کې وویل چې په زابل کې یې د عملیاتو پر مهال د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۸ تنه وسلوال یې وژلي دي. یاد وزارت په اعلامیه کې لیکلي چې هوايي قواوو زابل ...

Read More »