د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي امنيتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولايت په نادعلي، نهرالسراج او ناوې ولسواليو کې ۲۵ تنه طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې؛ چې ۱۶ تنه يې وژل شوي او ۹ نور يې ټپيان دي. دفاع وزارت د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:” ...
Read More »حمدالله محب د افغانستان لپاره د یوناما له ځانګړې استازې سره پر سوله غږېدلی
د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، ډاکټر حمدالله محب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې لوینز سره په کتنه کې د سولې، امنیت او ولسي وګړو د ساتنې په اړه خبرې کړې. په دغه کتنه کې دواړو لورو ویلي چې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ...
Read More »روسیې یوځل بیا؛د بین الافغاني خبرو لپاره د کوربه توب چمتووالی ښودلی
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، که افغان لوری ورڅخه وغواړي حاضر دي چې د افغانانو ترمنځ د یوې بلې غونډې کوربه توب وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، په راتلونکي کې که اړوندې خواوې ورڅخه وغواړي په دغه هېواد کې د بین الافغاني ...
Read More »ولسمشرغني:افغانان مسلمان دي او دلته د مذهب او دین ترعنوان لاندې د جګړې دوام غیر شرعي دی
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د افغانانو غوښتنه ومني او د جګړو پر ځای بین الافغاني مذاکراتو ته ادامه ورکړي. ولسمشر چې نن پنجشنبه د لړم ۸ ( اکټوبر۲۹) یې په ملي دفاع وزارت کې د نبوي میلاد د نمانځنې په مناسبت په جوړو ...
Read More »د بنګله دیش علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده
بنګلدیشي علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده د بنګله دیش په پلازمینه داکه کې د افغانستان سفارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې،ددغه هېواد مخکښو علماوو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د روانې ناروا جګړې د پای لپاره دې ګامونه اوچت کړي. دوی ویلي ...
Read More »دفاع وزارت: په هلمند او نیمروز کې ۲۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او نهه نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی. د ملي دفاع وزارت نن شنبه د اکټوبر ۲۴ د ( عقرب ۳) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي ...
Read More »د اماراتو کابېنې له اسرائیل سره تړون تائید کړ
د متحدو عربو اماراتو کابینې د دوشنبې په ورځ اکتوبر۱۹ (تلې ۲۸) له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو تړون تائید کړ. دا تړون تېره میاشت په سپینې ماڼۍ کې لاسلیک شو. بحرین او متحده عرب امارات د امریکا په منځکړتوب له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو ...
Read More »له اوږد ځنډ وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پوله بیا پرانېستل شوه
د بلخ ځايي چارواکي وايي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پوله بیا پرانېستل شوه. دغه پوله څو میاشتې وړاندې د کرونا وبا له امله تړل شوې وه. د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، چې دمګړۍ هغه کسان پر دغه لاره تګ راتګ کولی شي چې د افغانستان ...
Read More »د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو وسله وال برید کې ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې «ISPR» د اکتوبر پر ۱۵مه په اعلامیې کې ویلي چې تر دغه برید وروسته امنیتي سرتیرو سیمه محاصره کړې ...
Read More »افغانستان کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر ۴۰ زره واوښت
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۲۴۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۳۲ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ...
Read More »