په اسلاماباد کې سلګونه افغان کډوال له مودې راهيسي اعتراضونه کوي چې ګواکې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره يې دغلته ژوند تريخ شوی او د سر خونديتوب په موخه د اسلاماباد له لارې امريکا او اروپا ته د تګ په هڅه کې دي. دوی ...
Read More »د امريکا په ټکزاس کې پر ښوونځي د بريد له امله ۲۳ تنه وژل شوي
د امريکا په تکزاس ايالت کې يوه کس چې وسله يې په لاس کې وه، د ماشومانو ښوونځي ته ننوتی او پر زدهکوونکو يې ډزې کې دي. چارواکو ويلي، پېښه پرون سېشنبه هغه وخت رامنځته چې ياد کس د ښوونځي وړکتون ته ور ننووت او پر ماشومانو يې ډزې پيل ...
Read More »“نوي زږېدلي افغان ماشومان د ژوند ژغورنې بېړنۍ پاملرنې ته اړتيا لري”
د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د افغانستان برخې په دې هېواد کې ميندوارو ميرمنو ته د خدمتو پر محدودېدو اندېښنه ښولې او ويلي يې دي چې يادې ميرمنې غوره او کافي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې صندوق تازه نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۴مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې ...
Read More »د قطر او بريتانيې چارواکو د افغانستان وضعيت په اړه خبرې کړي
برېتانيې ته د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني د خپل سفر په ترڅ کې پرون سېشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۳مه) د نوموړي هېواد له لومړي وزير بوريس جانس سره ليدلي او د دوه اړخيزه مسايلو ترڅنګ يې د افغانستان پر وضعيت هم خبرې کړي دي. دواړو لوريو ...
Read More »عمران خان: نن به له خپلو پلويانو سره د اسلاماباد زړه ته رسېږم
د پاکستان مخکينی لومړی وزير عمران خان وايي، اسلاماباد ته د حکومت خلاف د اعتراضيه حرکت پيلولو لپاره ټول چمتووالی نيول شوی او نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۳مه) به د اسلاماباد پر لور حرکت کوي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته په پېښور کې خبريالانو ته ويلي، چې نن چهارشنبه به ...
Read More »ملګري ملتونه: ط.البان دې پر ښځو وضعه کړي بنديزونه ژر لرې کړي
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه خپره کړې اعلاميه کې د ط.البانو له لوري د ښځو او نجونو حقونو ته د نه درناوي له امله ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي دي، چې ط،البان دې ژر تر ژره د ښځو او نجونو حقونو ترڅنګ ټول بشري حقونه مراعت کړي. امنيت ...
Read More »شهباز شريف: عمران خان غواړي پاکستان کورنۍ جګړې ته ټېل وهي
وروسته له هغې چې د پاکستان مخکيني لومړي وزير عمران خان د مسليم ليګن ګوند په مشرۍ د اېتلافي حکومت خلاف اسلاماباد ته پر اعتراض د تګ اعلان وکړ، ورسره سم د نوموړي خلاف د پاکستان حکومتي چارواکو غبرګونونه راپورته شوي. د نوموړي دې پرېکړې په غبرګون کې د پاکستان ...
Read More »“له افغانستان څخه د برېتانويانو وتل خيانت او د برېتانيې ګټې زيانمنوي”
د برېتانيې پارلمان د بهرنيو چارو کميټې د خپلو څېړنو په پايه کې په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د بريتانوي ځواکونو وتل يو ناورين او خيانت دی. دې کميټې په خپل خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د کابل د سقوط پرمهال له افغانستان څخه د برېتانوي ځواکونو ...
Read More »تخار کې يوې ميرمنې د جبري کوژدې له امله ځان زندۍ کړی
په تخار کې ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، په روستاق ولسوالۍ کې يوې ميرمنې هغه مهال ځان رندۍ کړی چې په جبري توګه کوژده شوې وه. سرچينو ويلي، ياده ميرمن چې ۳۲ کاله عمر يې درلود، له خپل لومړني مېړه يې طلاق اخيستی و؛ خو څو ورځې وړاندې هغه مهال ...
Read More »يونيسيار په وروستيو کې نږدې يو ميليون افغانانو ته نغدي مرستې وېشلي
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا يونيسيار خبر ورکړی، چې په افغانستان کې يې بشري اړتياوو ته په پام سره عامو افغانانو ته نغدي مرستې رسولي دي. يونيسيار په دې اړه خپل ټوېټر کې نن سېشنبه د (غبرګولي په ۳مه) د يوه وېډيويي پيغام په خپرولو سره ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس