Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 34)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

اوچا: افغانستان کې د سيلابونو له امله مرګ ژوبله ۷۵ سنله زياته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا په افغانستان کې د وروستيو سيلابونو راوتو په اړه وايي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په پرتله يې خلکو ته زيات مالي او ځاني زيانونه اړولي دي. اوچا په دې اړه خپاره کړي راپور کې زياته کړې، چې ...

Read More »

حکومت د بشري حقونو د نقض په اړه د بښنې نړيوال سازمان راپور رد کړ

د افغانستان سرپرست حکومت نن چهارشنبه د (وږي په ۲مه) د بښنې نړيوال سازمان هغه راپور رد کړ، چې په کې يې په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامدار نقض ادعا کړې وه. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې د نوموړي سازمان دا راپور ...

Read More »

اوکراين د خپلواکۍ له ورځې سره پر دې هېواد د روسيې د بريد ۶ مياشتې پوره شوې

د اوکراين خلکو نن چهارشنبه چې د اګسټ له ۲۴مې سره برابره ده، د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې ونمانځله چې پرې د روسيې بريد دوام لري. ټيک په همدې ورځ روسيې پر اوکراين بريد وکړ، هغه چې روسيه يې ځانګړي عمليات بولي او له دې ...

Read More »

روسيه: په اوکراين کې بشري حقونه مراعت او عمليات د پلان مطابق روان دي

روسي چارواکو خبر ورکړی، چې په اوکراين کې د روسي ځواکونو له لوري جګړه (روسيه يې ځانګړي عمليات بولي) له ترتيب شوي پلان سره سم مخ ته روان دي او په خبره يې د روسيې ټول اهداف به په کې خوندي وي. د دې هېواد دفاع وزير سرګي شويګو پرون ...

Read More »

څېړنه: امريکا په افغانستان کې پر جګړې له ۲ ټريليون ډالرو زياتې پيسې لګولي

د امريکا براون پوهنتون په يوې تازه ترسره کړې څېړنې په پايله کې ادعا کړې، چې امريکا د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپټمبر له ۱۱مې را په دېخوا او بيا له افغانستان څخه د وتلو تر وروستۍ نيټې پورې، دغلته پر خپلې جګړې له ۲ ټريليون ډالرو زياتې پيسې لګولي ...

Read More »

اسلام‌اباد کې پر عمران خان دويمه عريضه هم شوې

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان خلاف د لومړۍ فضيې له ثبت وروسته، پر نوموړي په اسلام‌اباد کې دويمه عريضه هم شوې ده. د تحريک انصاف ګوند غړي شهريار افريدي د دې عريضې يوه کاپي د خپل ټوېټر پر حساب خپره کړې او ...

Read More »

جاپان له ۹۰ زياتو افغان همکارانو ته په پنا ورکړې

جاپاني رسنيو راپور ورکړی، چې دې هېواد په وروستۍ موده کې له ۹۰ څخه زياتو افغانانو ته پنا ورکړې ده. د افغانستان لپاره د جاپان سفارت، چې سياسي بدلون وروسته يې په کابل کې خپل فعاليتونه ځنډولي پرون سې‌شنبه د (وږي په اوله) ويلي، چې دغه شمېر افغانان د تېر ...

Read More »

اسلامي همکاريو سازمان؛ په افغانستان کې له سيلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې

د اسلامي همکاريو سازمان يا OIC په افغانستان کې د وروستيو سيلابونو له امله د پېښو شوو مالي او ځاني زيانونو په اړه خواشيني ښودلې او د بېړنيو مرستو سپارښتنه يې کړې ده. دې سازمان پرون سې‌شنبه ناوخته د (وږي په اوله) په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، ...

Read More »

پښتين: قبايلي پرلت کوونکي دې منسجم او په اسلام‌اباد کې دې اعتراض ته چمتوو شي

پاکستاني پوليسو نن سې‌شنبه د (وږي په اوله) په مومندو ايجنسۍ کې پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM مشر منظور احمد پښتين مخه ونيوه او اجازه يې نه ورکوله، چې په باجوړ ايجنسۍ کې د ځايي اوسيدونکي له لوري د ترهګرۍ ضد روان پرلت ته ورشي. خو د پاکستاني پوليسو له ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: طالبان دې د بشري حقونو نقض ژر پای ته ورسوي

د بښنې نړيوال سازمان نن سې‌شنبه د (وږي په اوله) په خپل تازه بيان کې يو وار بيا په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې طالبانو په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي. دغه سازمان وايي، طالب چارواکو ...

Read More »