د سوماليې ولسمشر محمد عبداللهي اعلان کړی چې د يو لړ څېړنو په ترڅ کې داسې شواهد موندل شوي، چې ښيي د دغه هېواد لومړی وزير حسېن روبل پر فساد ککړ دی. نوموړي په دې اړه يوه اعلاميه کې چې نن دوشنبه د (مرغومي ۶مه) يې خپره کړې ويلي، څېړنې ...
Read More »انس حقاني: د حکومتولۍ لپاره بايد د تنګ نظرۍ پر ځای پراخه سينه موجوده وي
د اسلامي امارت غړی انس حقاني وايي، د اسلامي امارت له لوري د واک له نيولو سره سم عمومي بښنه اعلان شوې او له پخوانيو مطرحو څېرو سره لېدنې بايد د اسلامي امارت پر مسوولانو د بېباورۍ په مانا نه وي. نوموړي چې نن دوشنبه د (مرغومي په ۶مه) يې ...
Read More »“د برېتانوي ځواکونو له نيمايي زيات افغان همکاران لا هم په افغانستان کې اېسار پاتې دي”
اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده. د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي ...
Read More »د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو په يمن کې د هوثيانو پر مرکز هوايي بريد کړی
د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پرون يکشنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې په يمن کې يې د هوثي وسلهوالو پر مرکز هوايي بريد کړی دی. دې اېتلاف ويلي، تازه هوايي بريد يې په پلازمېنه صنعا کې د التشريفات په نوم د هوثي وسلهوالو د وسلو پر ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د بېلابېلو بريدونو پرمهال ۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي وزيرستان کې د درېيو بېلابېلو وسلهوالو بريدونو په ترڅ کې ۸ تنو پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې دغه بريدونه د شمالي وزيرستان اړوند په (شوې) سيمه کې شوي دي. ځايي چاروکو د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په يادو درېيو ...
Read More »هېريس: په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت د اندېښنې وړی دی
د امريکا متحده ايالاتو مرستيالې ولسمشرې کامالا هېريس په افغانستان کې د ښځو او انجونو وضعيت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، دا مهال افغان ميرمنې له يوه ناسم وضعيت سره لاس او ګرېوان دي. نوموړې پرون ناوخته د (مرغومي په ۵مه) خبريالانو ته ويلي، له ښځو ...
Read More »پنجشېر کې د يوه ځوان د وژل کېدو له امله لاريون تر بېګا ناوخته دوام درلود
په پنجشېر کې د يوه ځوان د وژنې په غبرګون کې پيل شوي لاريون تر بېګا ناوخته پورې دوام درلود او د وژل شوي کس لپاره يې د عدالت غوښتنه کوله. لاريونوالو له رسنيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې محمد اقا د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په ...
Read More »“له پنځو کلونو کم عمره يو ميليون ماشومان له خوراځواکۍ کړېږي”
سياېناېن ټلوېزيوني شبکې د ملگرو ملتونو په حواله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو لوږه د مرګ تر خطر پورې لوړه شوې او زياتوي چې د ماشوما ترمنځ د لوږې دغه کچه خورا بېسارې ده. د راپور له مخې، اوس مهال په ...
Read More »محکمې د تونس پخوانی ولسمشر په غيابت کې پر ۴ کاله بند محکوم کړی
د تونس دولتي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر منصف مارزوکي په غيابت کې د محکمې له لوري په ۴ کال بند محکوم شوی دی. پر نوموړي تور دی چې له هېواد بهره د تونس اوسني نظام د کمزوري کولو لپاره کار کوي او د نوموړي دې ...
Read More »ملګري ملتونه: په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستو رسولو لوی عمليات په افغانستان کې ترسره کوو
وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان ته د مرستو رسولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه پرېکړهليک تصويب کړه، ورسره سم ملګرو ملتونو ويلي چې د يادې طرحې پر بنسټ په افغانستان کې د دوی بشردوستانه ماموريت نور هم اسانېدای شي. د بېړنيو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس