Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 106)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

زلينسکي: روسيې ته د سوداګرۍ له درکه هره تلونکې پيسه پر جګړه لګول کېږي

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د امريکا ولسمشر جوبايډن له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې يې د روسيې د نفتو پر ورادولو بنديز لګولی. نوموړي نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ويلي، د ولسمشر بايډن له لوري د روسيې د نفتو تحريمول يوه معقوله پرېکړه ده او په ...

Read More »

د اوکراين ترڅنګ افغانستان ته د نړيوالو پر پاملرنې د چين او پاکستان ټينګار

د چين او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو له نړيوالو غوښتي، چې په اوکراين کې د جګړې او بشري وضعيت څارنې ترڅنګ دې افغانستان ته هم پاملرنه زياته کړي. شاه محمود قرېشي او يانګ يي په خپلو کې نن چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) ټلېفوني خبرې کړي او په کې يې ...

Read More »

اسيا پراختيايي بانک د ټاپي پروژې تمويل وځنډوه

د اسيا پراختيايي بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د وروستيو سياسي بدلونونو له امله د ټاپي پروژې تمويل ځنډولی دی. دې بانک ويلي، تر هغې چې د افغانستان نوی حکومت د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت نه وي پېژندل شوی، د ټاپي د ګازو نل‌ليکې پروژې د ...

Read More »

بلېکن: ډېری روسي سرتېري نه پوهېږي چې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي

رویداد خبري آژانس

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن چې دامهال اروپايي هېوادونو ته پر سفر وتلی وايي، ډېری روسي سرتېري پر هغه څه نه پوهېږي چې هېواد يې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي؟ نوموړي نن سې‌شنبه د (کب په ۱۷مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې ...

Read More »

ملګري ملتونه: بهر ته د تللو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ مېليونه کسانو واوښت

ملګرو ملتونو نن سې‌شنبه د (کب په ۱۷مه) اعلان کړی چې پر اوکراين د روسيې بريد له امله، نورو هېوادونو ته د ورتلونکو اوکرايني کډوالو شمېر مخ پر زياتېدو دی. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فيليپو ګراندي نن د ناروې په پلازمېنه اسلو کې خبريالانو ته ويلي، ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ۴سوه ملکيان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنري وايي، د ۲۰۲۱ زېږديز کال په اګسټ کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره بيا هم په افغانستان کې ملکي وګړي له بريدونو خوندي نه دي پاتې شوي او له دې مودې راهيسې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي او ټپيان شوي ...

Read More »

“نېمروز کې د افغان او ايراني پوله ساتو ترمنځ جګړه شوې”

په نېمروز کې ځايي حکومتي سرچينو خبر ورکړی چې پرون مازدېګر د (کب په ۱۶مه) د افغان او ايراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ وسله‌واله جګړه شوې ده. دې سرچينو د موضوع حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شر ازادي راډيو ته تائيد کړې، چې په ياده نښته کې ...

Read More »

امريکا: افغان ميرمنې بايد د ټولنې په ټولو چارو کې شاملې شي

امريکايي چارواکو يو وار بيا له افغان ميرمنو څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړی او ويلي يې دي په افغانستان کې ښخې بايد په محدوديتونو کې ونه ساتل شي. د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافېر يان مک کيري تازه نن سې‌شنبه د (کب به ۱۷مه) د مارچ اتمې په ...

Read More »

لسګونه زره ښځينه فعلانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتو غوښتنليک لاسليک کړی

د بښنې نړيوال سازمان خبر ورکړی، د مارچ اتمې نېټې چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، په مناسبت لسګونه زره ښځينه فعالانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب غوښتنليک لاسليک کړی دی. د دغه سازمان په خبره، د غوښتنليک لاسليک کوونکو چې شمېر يې تر ...

Read More »

پر اوکراين د روسيې له بريد راهيسې اورپا کې د نفتو بيې خورا لوړې شوي

وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين خپلو ځواکونو ته پر اوکراين د عملياتو امر وکړ، ورسره سم د امريکا په شمول لوېديځو هېوادونو پر روسيې بېلابېل اقتصادي بنديزونه ولګول. په دې بنديزو کې له روسيې څخه د نفتو، په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو پر واردولو ...

Read More »