د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ يا UNHCR په افغانستان کې د ط.البانو له لوري پر ښځو او نجونو د محدوديتونو وضعه کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې. دې ادارې نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ښځو او نجونو پر تګ راتګ ...
Read More »هيدربار: تېر کال د بشري حقونو له پلوه په افغانسان کې له ناورين ډک و
د بشري حقونو د څار نړيوالو سازمان مسوولانو په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنۍ يو کال پوره کېدو ته په غبرګون کې ويلي، چې ياد کال د بشري حقونو د خونديتوب له پلوه په افغانستان کې ناوړه کال و. د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدربار نن ...
Read More »يونيسف يو کال کې ۳.۸ ميليونه افغانانو ته د پاکو اوبو د تهيې زمينه برابره کړې
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف وايي، چې د تېر يوه کال په جريان کې يې ميليونونه هغو افغانانو ته د پاکو اوبو د چمتوو کولو زمينه برابره کړې، چې په ياده برخه کې له ستونزو سره مخ وو. په افغانستان کې د يونيسف دفتر نن ...
Read More »سېو د چلنډرن: په افغانستان کې روانو حالاتو نجونې له ټولنې بېلې او وږې کړي
د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save the Children په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبه د (زمري په ۱۹مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعيت ژوره اندېښنه ښودلې ده. د دې ادارې په راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د طالبانو ...
Read More »طالبان: د نجونو ښوونځي د فرهنګي حساسيتونو له امله تړل شوي
په داسې حال کې حکومت د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه ولس ته قانع کوونکو او معقول ځواب نه دی ورکړی، تازه حکومتي چارواکو بيا دا موضوع له فرهنګي حساسيتونو سره تړلې ده. د پوهنې سرپرست وزير نورالله منير په خوست کې خبريالانو ته ويلي، ...
Read More »سيګار: د افغان ښځو وضعيت اړه انديښنې لا زياتې شوي
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سيګار په خپل تازه درې مياشتني راپور کې، چې د امريکا انګرېس ته يې وړاندې کړی د افغانستان په تړاو د ګڼو نورو مسايلو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر اوسني وضعيت تمرکز کړی. په دې راپور کې ويل ...
Read More »ګارډين: افغانستان کې د نجونو لوړې زدهکړې هم يوازې تر دوو پوهنځيو محدودېږي
ګارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په تړاو په خپل تازه راپور کې ويلي، که له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو بندښت همداسې دوام وکړي، نو په پوهنتونونو کې د نجونو پر ونډې به منفي اغيزې وکړي. د ورځپاڼې د راپورو له مخې، که د نجونو ...
Read More »افراسياب خټک: پاکستان کې ديني عالمان د نجونو تعليم غواړي، خو په افغانستان کې نه
د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، چې د پاکستان پوځي مشرانو په شمول د دې هېواد ديني عالمان په خپل هېواد کې د نجونو د هر راز زدهکړو او جمهوريت پلويان دي او په خبره يې برعکس په افغانستان بيا له دې کار سره مخالفت کوي. نوموړي نن يکشنبه ...
Read More »که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي
د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې. شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه ...
Read More »په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري
د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس