Home » افغانستان (page 90)

افغانستان

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې په شدت سره د نجونو او ښځو حقونه محدودېږي

د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه بيان کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو نقض لا هم دوام لري. دې سازمان د کابل پوهنتون له ليليې څخه د يو شمېر ښځينه محصلانو ايستلو په تړاو د رسنيو راپورونو ته په اشارې ...

Read More »

شاوخوا ۳۱۱ افغان کډوال په ځانګړي پرواز کې کاناډا ته لېږدول شوي

د کاناډا حکومت خبر ورکړی، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو د لېږدولو په ترڅ کې تازه ۳۱۱تنه نور افغانان هم په يوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته رسيدلي دي. د کاناډا د وګړو او کډوالو وزير شان فريزر په دې اړه بېګا شپه د (تلې ...

Read More »

تاجکستان: د افغانستان حکومت د ترهګرو ډلو ۳زرو غړو ته پاسپورټ ورکړی

په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په تړاو د سمې او نړۍ هېوادونو له لوري د ملاحظاتو مطرح کېدو په ترڅ کې، تازه تاجکستاني چارواکو ادعا کړې چې د ترهګرو ډلو زرګونه غړو د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړی دی. د تاجکستان د کورنيو چارو وزير رمضان رحيم‌زاده نن چهارشنبه د ...

Read More »

حنفي: بهرنيان دې افغان بزګرانو ته د بديل معشيت په برابرولو کې همکاري وکړي

د رئيس‌الوزا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، چې نړيوال او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه دې افغان بزګرانو ته د بديل معيشت په برابرولو کې همکاري وکړي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې يې په افغانستان کې حضور درلود. نوموړي دا څرګندونې نن چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) ...

Read More »

يونېسف: له ګوزڼ د ماشومانو د خونديتوب يوازېنی لار واکسين دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف اعلان کړی، سبا به په هغو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پای ورسېږي، چې روانه اوونۍ په کې نوموړی کمپاين پيل شوی دی. يونېسف نن چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې سبا پنج‌شنبه هم د ...

Read More »

ايران د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره د يوې غونډې کوربتوب وړانديز کړی

په افغانستان کې د بشری وضعيت په تړاو د اندېښنو په ترڅ کې د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان وړانديز کړی، چې د سيمې هېوادونه دې د افغانستان پر وضعيت د بحث لپاره سره جرګه شي. نوموړي دغه وړانديز پرون سې‌شنبه د (تلې په ۲۶مه) د افغانستان لپاره ...

Read More »

د افغانستان پخوانی قاضي‌القضات سېد يوسف حليم په عربي اماراتو کې وفات شوی

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رئيس او قاضي‌القضات سېد يوسف حليم پرون دوشنبه د (تلې په ۲۵مه) د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې وفات شوی دی. د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فېسبوک کې د نوموړي د مړينې په اړه خواشيني ښودلې او زياته کړې ...

Read More »

اوچا: افغانستان کې ۱۹ سلنه خلک د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر يا اوچا نن تازه د پنج‌نشبې په ورځ د (تلې په ۷مه) په افغانستان کې د خوړو له ناخونديتوب سره د مخ افغانانو شمېرې خپرې کړي دي. اوچا په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دا مهال د افغانستان ۲۴سلنه وګړي ...

Read More »

بلاول بوټو: د افغان طالبانو منزوي کول به ناوړه پايلې ولري

د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري په خپلو تازه څرګندونو کې، د نړيوالو له لوري له افغان طالبانو سره پر تعامل او ښکېلتيا ټينګار کړی دی. نوموړي له اسوشيېټيډ پرېس سره په مرکه کې ويلي، که طالبان يوازې او منزوي پرېښودل شي نو د نوموړي په خبره په ...

Read More »

پاکستان مشهور ديني عالم د ښوونځيو په اړه د عباس ستانکزي نظر تائيد کړ

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل يا د اسلامي ايډيالوژۍ شورا مشر قبله ايازي د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين هغه څرګندونې تائيد کړي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو د بېرته پرانيستو په اړه يې کړي دي. نوموړي پرون چهارشنبه د (تلې په ۶مه) کراچۍ کې ويلي، ...

Read More »