Home » افغانستان (page 82)

افغانستان

افغانستان؛ د مسکو په غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو له دريځ هرکلی وکړ

په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د غونډې له ترسره کېدو وروسته، د افغانستان سرپرست حکومت وايي چې د افغانستان په تړاو د ورته سيمه‌ييزو ميکانېزمونو هرکلی کوي. د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې نن پنج‌شنبه د ...

Read More »

روسيې ته له درېيو لسيزو ځنډ وروسته د افغاني انارو صادرات پيل شول

روسيې هېواد ته له ۳۰ کلن ځنډ وروسته يو وار بيا له افغانستان څخه د انارو د صادرولو لړۍ پیل شوه او د انارو لومړۍ جوپه دې هېواد ته روانه شوه. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه نن پنج‌شنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د ...

Read More »

عربي اماراتو له افغانستان سره د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي

د عرب متحده اماراتو چارواکي وايي، چې په وروستيو کلونو کې يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۱.۷ مېليارد ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي. په روسيې کې د دې هېواد د سفارت سلاکار د او افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ په غونډه کې د عربي ...

Read More »

توماس ويسټ: په افغانستان کې د سياسي ملي ډيالوګ پيليدل يوه اړتيا ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ د افغانستان بشري حقونو د مخکيني کمېسيون له رئيسې شهرزاد اکبر سره ليدلي او په افغانستان کې يې د موجوده بشري وضعيت په تړاو ورسره خبرې کړي دي. توماس ويسټ په دې اړه نن پنج‌شنبه د (لړم په ۲۶مه) خپل ټوېټر ...

Read More »

کابلوف: د افغانستان حکومت ټول‌ګډونه نه دی؛ ځکه د مسکو غونډې ته نه و بلل شوی

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د مسکو فارمټ غونډې ته د افغانستان پرست حکومت د استازي نه وربللو دليل واضيح کړ او زياته کړې يې ده، لا هم په افغانستان يو ټول‌شمول حکومت نه دی رامنځته شوی. نوموړي په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړې ...

Read More »

پاکستان: د افغانستان له حکومت سره د نړيوالو همکاري د شرايطو اړتيا ده

پاکستان د افغانستان اوسني سرپرست حکومت له چارواکو سره په متعددو برخو کې د نړيوالې ټولنې همکاري په اوسنيو شرايطو کې اړتيا بللې او زياته کړې يې ده، چې نړيواله ټولنه بايد يادو همکاريو ته په خپلو لومړيتوبونو کې ځای ورکړي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ...

Read More »

هرات کې د عملياتو پرمهال د داعش ډلې ۵ غړي وژل شوي

د رسنيو د راپورونو له مخې بېګاه سې‌شنبه د شپې د (لړم په ۲۴مه) په هرات کې د امنيتي ځواکونو له لوري د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات شوي دي. په راپورونو کې ويل شوي، چې دا عمليات د هرات ښار په ۱۲مه ناحيه کې شوي او په پايله ...

Read More »

نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې هېوادونو د استازو غونډه جوړېږي

ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۵مه) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په تړاو د سيمې او ګاونډيو هېوادونو د استازو غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به د يادو هېوادونو استازي په افغانستان کې د روان وضعيت او د دې هېواد له سرپرست ...

Read More »

برېتانيې د خپلسرو نيونو له امله خپل وګړي افغانستان ته له سفر منعه کړي

د برېتانيې بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې چې پرون يې خپره کړې خپلو وګړو ته لارښوونه کړې، چې په افغانستان کې د خپلسرو نيونو د احتمالي زياتوالي له امله دې هېواد ته سفر نه کوي. په اعلاميه کې ويل شوي، دامهال په افغانستان کې د برېتانيې کونسلي کارکوونکي ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره هڅې جاري ساتو

امريکا يو وار بيا په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر رامنځته کولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دې هدف ته د رسېدو په موخه به خپلو هر اړخيزه هڅو ته دوام ورکړي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه يوه خپاره کړي بيان کې زياته کړې، ...

Read More »