د خوست عامې روغتیا ریاست، د خصوصي سکتور په همکارۍ، د دې ولایت په ولسوالیو کې د وړیا روغتیايي کمپونو د جوړولو پروسه پیل کړې ده. د ځايي چارواکو په وینا، په دې کمپونو کې له دریو څخه تر پنځو زرو پورې ناروغان په وړیا توګه تداوي کېږي. د دې ...
Read More »تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګري زیاتوالی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه باندې ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه ویلي دي چې له دې جملې ۴۵ میلیونه ډالر ...
Read More »ا.ا: په افغانستان کې ۱۸ میلیونه فعال سیم کارټونه بیا ثبت شوي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په ټول افغانستان کې د لږ تر لږه ۱۸ میلیونه فعالو سیم کارټونو د بیا ثبتولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا پروسه په چټکۍ سره روانه ده. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن شنبه، د مارچ ۱۵مه ( د ...
Read More »ا.ا له عمان څخه په یاد هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا د کمولو غوښتنه کړې
د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو غوښتي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمې الوتنې برابرې کړي او په هېواد کې د افغان بندیانو د بند سزا کمه کړي.تر اوسه دا نه ده روښانه چې په عمان کې څومره افغانان بندیان دي. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په ...
Read More »محمد تمیم نسیمي: «د ښې راتلوونکې لپاره، زده کړه غوره ټاکنه ده»
محمد تمیم نسیمي، چې د کاردان پوهنتون محصل او د قران کریم حافظ دی، زده کړه د ښې راتلونکې لپاره غوره ټاکنه ګڼي. له همدې امله، هغه د سوداګرۍ او ادارې په برخه کې زده کړې کوي، ترڅو په راتلوونکي کې د یو بریالي سوداګر کېدو لپاره اړین روزنه ترلاسه ...
Read More »نیمروز کې د موټر د غلو یوه ډله ونیول شوه
د نیمروز سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یې د وسله والو غلو یوه پیاوړې ډله نیولې ده. دا ډله په نیمروز او ګاونډیو ولایتونو کې او همدارنګه په لویو لارو کې د خلکو د موټرو په غلا کولو او بیا نورو ولایتونو او ان بهر ...
Read More »معلولیت محدودیت نه دی
بصیره یوه معلوله او یتیمه نجلۍ ده، خو د دواړو لاسونو په نهلرلو سره هڅه کوي چې د خیاطۍ په برخه کې له خپلو پښو څخه کار واخلي او د کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي. بصیره د ننګرهار اوسېدونکې ده، هغه وایي: “زه معلوله او یتیمه یم. مور مې ناروغه ده، ...
Read More »ډنمارک د افغانستان له بشري صندوق سره ۶.۹ میلیون ډالر مرسته وکړه
د افغانستان ځانګړي بشري صندوق اعلان کړی چې ډنمارک هېواد ورسره ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون، چې ۶.۹ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده. یاد صندوق د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ پر خپله اېکس پاڼه له ډنمارک څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا مرستې د ...
Read More »اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) وايي چې روژه داسې وخت راغله چې په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د خوراک لپاره څه نه لري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (یکشنبې، د کب ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په ...
Read More »کندهار کې سېلابونو د یوشمېر کسانو ژوند اخیستی
په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سهشنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس