د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل شنبې په روځ (د کب ۲۳مه نېټه) په خپله تازه مرکه کې ویلي افغان پوځ به د تېر په څېر بیا ځلې مات نه شي ځکه نړیواله ټولنه یې ملاتړ ته ژمنه ده او افغان حکومت یې د ساتنې او ...
Read More »کابل کې ۱۳کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي
په کابل کې ۱۳ کسان د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي. د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي. پردغو کسانو د ...
Read More »ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر وروستیو هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او ټينګار یې کړی چې ژر تر ژره دې د ملکیانو مرګژوبله ودرول شي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه (د کب ۲۲مه نېټه) په یوه تازه خبرپاڼه کې له مذاکراتو وروسته په افغانستان کې ...
Read More »امریکا د بهرنیو چارو وزارت: افغان سوله د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو په ګټه ده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې او د سیمې د هېوادونو ونډه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ده د دې وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ (د کب۲۱مه نېټه) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې ...
Read More »افغانستان کې تازه ۱۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۷ پېښې ثبت شوې دي. روغتيا وزارت ويلي چې په همدې موده کې د يادې وبا له امله درې تنه مړه شوي هم دي. یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، چې ...
Read More »پاکستان د افغان سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بللې
پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا نوې طرح هر اړخیزه بولي او وايي چې په ترکیه او روسیه کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د جوړېدونکو غونډو هرکلی کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي، هغه پروسه چې امریکا یې ...
Read More »قطر په روسیې کې د افغان سولې په اړه د راروانې ناستې هرکلی وکړ
قطر په روسیې کې د بین الافغاني خبرو د راروانې ناستې د جوړېدو هرکلی کړی. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په دوحه کې له خپل روس او ترک سیالانو سرګي لاوروف او مولود چاووش اوغلو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ...
Read More »ایران ۳۰۶ بندیان افغان حکومت ته سپارلي
د هرات چارواکي وایي، ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ بندیان سپارلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه. فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان ...
Read More »عبدالعزیز کاملوف له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پرون چهارشنبه (د کب۲۰مه نېټه) په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان د ...
Read More »دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۱ طالبان ووژل شول
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي او هوایي ځواکونو کندهار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ طالبان ووژل او ۸ نور یې ټپیان کړل. له دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دفاعي او امنیتي ځواکونو دهوايي قواوو په ملاتړ د پوځي عملیاتو ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس