Home » افغانستان (page 20)

افغانستان

په ۱۴۰۴ کال کې زرګونو کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمات وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تېر ‍۱۴۰۴ کال دکابل په کچه ۲۷۵ زره او ۳۵۹ کسانو ته د کاغذي تذکرو خدمتونه وړاندې کړي دي. د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۲ زره او ۶۰۲ نویو کاغذي تذکرو او د ۱۰ زره او ۶۲۳ ...

Read More »

ملګري ملتونه: ناچاودېدونکي توکي هره ورځ په افغانستان کې خلکو ته مرګ ژوبله اړوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) اعلان کړی، چې افغانستان لا هم د ناچاودېدونکو توکو له امله د تلفاتو له پلوه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې ډېر قربانیان لري، او هره میاشت پکې له پنځوسو ډېر کسان وژل کېږي یا ټپیانېږي. د یوناما د ...

Read More »

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د نښتو دوام ته اندېښنه ښودلې

د بشري حقونو نړيوال بنسټ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د افغانستان په ځينو سرحدي ولايتونو کېد بریدونو له امله د نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونې ترسره کړې او جرمي جنايت يې رامنځته کړی دی. د دې بنسټ په وینا، پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو او ...

Read More »

د کابل او ابوظبي ترمنځ په سيمه کې پر ورستيو کړکېچونو باندې خبرې شوې دي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي او د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زايد آل نهيان ترمنځ ټیلیفوني خبرې وشوې. په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، د افغانستان او امریکا ترمنځ موضوعاتو، سیمه‌ييز وضعیت ...

Read More »

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لخوا بهر مېشتو افغانانو ته د کاغذي تذکرو وېش په برخه کې اسانتياوې رامنځته شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېر ۱۴۰۴ کال کې بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې موده کې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو ته د مختلفو کاغذي تذکرو ...

Read More »

اروپايي ټولنې افغانستان کې له طبیعي پېښو زيانمنو خلکو ته ۲۵۰زره يورو مرسته ځانګړې کړې

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د تېر کال د زلزلو له امله د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره په خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ۲۵۰ زره یورو بشري مرسته ځانګړې کړې ده. په کابل کې د دې اتحادیې دیپلوماتیک استازولۍ په اېکس کې لیکلي، چې دا مالي ...

Read More »

عراقچي: له افغانستان څخه مننه چې بند پاتې ايرانيانو په رايستلو کې يې مرسته کړې

د ایران بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي د افغانستان له حکومت مننه وکړه چې په نورو هېوادونو کې بند پاتې ایرانیانو په را ایستلو کې یې مرسته کړې ده. عراقچي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وروسته له هغې مننه وکړه چې شاوخوا یوه اونۍ مخکې په ...

Read More »

ټرانسپورټ وزارت: تېرکال په ۲۰ زرو موټرو کې جي پي اس نصب شول

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې په څه باندې ۲۰ زره موټرو کې د جي پي اس الې نصب شوې دي. دغه وزارت پر اېکس لیکلي په ټول هېواد کې په ټولیزه توګه شاوخوا ۴۰ زره مسافر وړونکو او باروړونکو موټرو کې د جي ...

Read More »

د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای درې میاشتې غځول کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلان لري چې د راتلونکې دوشنبې ورځې په غونډه کې هغه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړي، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ماموریت موده د درېیو میاشتو لپاره غځول شوې ده. امنیت شورا ویلي، که څه هم د ...

Read More »

چين د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د چین دایمي استازي فو کونګ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. فو کونګ د غونډې پر مهال ويلي، چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی ...

Read More »