Home » افغانستان (page 162)

افغانستان

امريکا د افغانستان له ځينو مالي برخو بنديزونه لغوه کړل

د امريکا بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه هېواد ماليې وزارت د افغانستان پر ځينو مالي برخو خپل بنديزونه لغوه کړي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، ماليې وزارت يې د تازه اقدام له مخې په افغانستان کې د اقتصادي ...

Read More »

کندز کې د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو بريد کې ۳تنه وژل شوي

د کندز ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت په امام صېب ولسوالۍ کې نن پنج‌شنبه د (کب په ۵مه) د ګوزڼ ضد واکسين پر کارکوونکو د نامالومو وسله‌والو له لوري بريد شوی دی. د دوی په خبره، ياد بريد نن غرمه مهال د امام صېب ولسوالۍ اړوند په ابراهيم‌خېل ...

Read More »

سهېل شاهين په قطر کې د ط.البانو سياسي دفتر مشر ټاکل شوی

يو شمېر رسنيو د ځينو حکومتي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي غړی سهېل شاهين په قطر کې د ط.البانو سياسي دفتر مشر په توګه ټاکل شوی دی. په راپورونو کې ويل شوي چې په خپله سهېل شاهين هم د نوموړي ګمارنه تائيد کړې ...

Read More »

بلېنکن: په امريکا کې د افغان کډوالو وروستۍ ډله هم ځای پر ځای شوه

رویداد خبري آژانس

په دې وروستيو کې امريکا ته تللو يو شمېر افغان کډوالو شکايت درلود چې لا هم د کډوالو په کمپونو کې دي او د امريکا حکومت له لوري ورته د ځای پر ځای کېدو اسانتياوې نه دي برابرې شوې؛ خو د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن تازه د يادو ...

Read More »

سېګار: په افغانستان کې د ښځو پر کار محدوديتونو د دغه هېواد ناخالص ملي محصول کم کړی

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی مفتش يا سېګار وايي، په افغانستان کې د ميرمنو له لوري پر کار کولو د حکومت بنديز د دې سبب شوی، چې د دغه هېواد د ناخالص ملي محصول کچه راټيټه شي. د سېګار په دې راپور کې د ملګرو ملتونو ...

Read More »

قمي: ايراني پانګوال د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته تيار دي

د افغانستان لپاره د ايران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، دا مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره کافي زمينه برابره شوې او له همدې کبله ايراني پانګوال هم په افغانستان کې د پانګونې لېوالتيا لري. نوموړي نن چهارشنبه د (کب په ۴مه) د بهرنيو چارو له سرپرست وزير ...

Read More »

“د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د لاسرسي موندلو په اړه د پاکستان هڅې”

د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف په يوه تازه مرکه کې ويلي، پاکستان داسې هڅې کوي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لاسرسی پيدا کړي. د پاکستان دولتي راډيو د معيد يوسف له قوله چې له يوه ځايي ټلوېزيون سره يې مرکه کړې ويلي، پاکستان ...

Read More »

سلام رحيمي: له اوسني تاريخي فرصت په استفادې دې د ګډ کار زمينه برابره شي

د مخکېني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزير او ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي وايي، دامهال افغانانو ته په هر اړخيزه توګه تاريخي فرصت په لاس ورغلی چې خبره يې په هېڅ صورت بايد ضايع نه شي. نوموړي پرون سې‌شنبه د (کب په ۳مه) د رئيس‌الوزرا له دويم ...

Read More »

مولوي عبدلکبير: حکومت په ورزشي برخو کې د اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی

د رئيس‌الوزرا سياسي مرستيا مولوي عبدالکبير وايي، پرون سې‌شنبه ناوخته د (کب په ۳مه) له ۱۹ کلنو کم عمره د فوټسال له ملي لوبډلې او د يادې لوبډلې له روزونکو سره ليدلي دي. په دې ليدنه کې د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي د فوټسال ملي ټیم د راتلونکو ...

Read More »

برادر: افغانستان د تهديد پر ځای له ګاونډيو هېوادونو سره د برابرې پراختيا لار اختيار کړې

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، په افغانستان کې د بل هر وخت په پرتله امنیت تامین او له خاورې یې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی. نوموړي دا څرګندونې پرون سې‌شنبه ناوخته د (کب په ۳مه) په ارګ کې د ازبېکستان لومړي وزير له مرستيال سردار عمر ...

Read More »