Home » افغانستان (page 158)

افغانستان

متقي: د اسلامي همکاريو سازمان دې د افغانستان شمتنۍ په ازادولو کې همکاري وکړي

وروسته له هغې چې د اسلامي همکاريو سازمان په افغانستان کې خپل دفتر بيا ځلي فعال او پرانيست، ورسره سم پرون ماښام د (کب په ۱۵مه) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د دغه سازمان له مرستیال طارق علي بخيت چې د افغانستان لپاره د نوموړي سازمان ځانګړی استازی ...

Read More »

پښتين: د علي وزير خلاصون او ځيني غوښتنې يې په شفاهي ډول منل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور احمد پښتين وايي، په کراچۍ کې د علي وزير د خلاصون په موخه يې پرلت دوام لري او زياتوي چې د ياد پرلت د دوام په ترڅ کې يې د سيند له ايالتي حکومت سره څو ځله خبرې شوي دي. نوموړي ويلي، په وروستي ځل ...

Read More »

يونيسف: په افغانستان کې زرګونه ماشومانو ته حياتي مرستې وېشل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو وجهي صندوق يا UNICEF وايي، په وروستيو مياشتو کې يې پر زرګونه اړمنو افغان ماشومانو حياتي مرستې وېشلي دي. د دې صندوق د افغانستان برخې په خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، دا مرستې يې د ګېټس بنسټ په همکارۍ د ۱۵زره بستو په ...

Read More »

“د ټولنيزو رسنيو فعاله (پتينګړه کاکۍ) کابل کې نيول شوې”

نديمه چې په ټولنيزو رسنيو کې پر (پتينګړې کاکۍ) مشهوره او افغانه ممثله ده، له څو ورځو راهيسې بې درکه شوې او د ځای ځايګي مالومات يې نه نشته. د نديمې ورور بيا رسنيو ته منلې چې خور يې په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نيول شوې ...

Read More »

ګارډين: په افغانستان کې ۵ ميليونه ماشومان له قحطۍ سره مخ دي

ګارډين ورځپانې د افغانستان بشري وضعيت په اړه يوه خپره کړې تحليلي لېکنه کې ويلي، افغانان له وروستيو تحوولاتو وروسته په دې هېواد کې د خوراکي توکو بيو له لوړېدو شکايت کوي. دې ورځپاڼې زياته کړې، چې په افغانستان کې د امريکا پر حضور سربېره هم له ۲۰۰۸ زېږديز کال ...

Read More »

افراسياب خټک: پاکستان د خپلې ترهګرۍ پلوه پاليسۍ ښکار شوی

د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په سيمه کې د افراطيت، ترهګرۍ او په ځانکړې توګه طالب پلوه پاليسي پر مخ وړي، له امله يې په تېر ۲۰۲۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله زيات د ترهګرۍ ښکار شوی دی. نوموړي په ...

Read More »

ملګري ملتونه: روغتيايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسي هڅې دوام لري

ملګري ملتونه وايي، روغتيايي دوامداره خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي يقيني کولو هڅې يې دوام لري او زياتوي چې دافغانستان په لرې پرتو سيمو کې ياد هدف ته د رسېدو په موخه يې ګرځنده ډلې هم ګمارلي دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صند يا (UNFPA) په ...

Read More »

د چارونکي شنونکي باقر محسني ته نږدې کسانو د نوموړي نیول کېدل تائيد کړي

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د سياسي چارو شنونکی سېد باقر محسنی نيول شوی دی؛ خو تر اوسه د اسلامي امارت هېڅ چارواکي د نوموړي نيول کېدل نه دي تائيد کړي. د يادو خپرو شوو راپورونو له مخې، محسني ته نږدې کسانو ويلي چې نوموړی پرون جمعه د (کب ...

Read More »

سراج‌الدين حقاني: د قدرت په سوله‌ييز لېږد سره مو د نظامي بنسټونه پر ځای پاتې کېدل غوښتل

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني نن شنبه د (کب په ۱۴مه) په کابل کې د پوليسو له ملي اکاډمۍ څخه د ديارلسمې دورې منسوبينو په فراغت غونډه کې ګډون کړی و او د لومړي ځل لپاره يې خپله څېره د رسنيو پر وړاندې څرګنده کړه. نوموړي د فراغت ...

Read More »

د قطر بهرنيو چارو وزير له ګوټريش سره د افغانستان بشري وضعيت په اړه غږېدلی

د خپرو شوو راپورونو له مخې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريش سره د افغانستان موجوده بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت په اړه نظرونه سره تبادله ...

Read More »