Home » فرهنګی او ټولنیز (page 9)

فرهنګی او ټولنیز

ملګري ملتونه د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه ځانګړې بېړنۍ غونډه کوي

ټاکل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا د راتلونکې جمعې په ورځ د افغان ميرمنو وضعيت په اړه ځانګړې او بېړنۍ غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د افغان ميرمنو پر وړاندې پر موجوده پرتو ننګونو او ستونزو بحث وشي او د دې ترڅنګ به يادو ...

Read More »

امريکا: ملګري ملتونه دې د افغانستان بشري حقونو په خونديتوب کې عملي اقدام وکړي

امريکايي چارواکو يو وار بيا په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ويلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې د افغانستان بشري وضعيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د افغانستان بشري حقونو او د ښځو د چارو لپاره د امريکا ځانګړې استازې ...

Read More »

خليل‌ حقاني: نړيوال دې د افغانانو د کډوالۍ لامل پيدا او له منځه يوسي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خليل‌الرحمن حقاني وايي، له افغانستان څخه د کډوالۍ بهير پيدل له څو لسيزو وړاندې ناخوالو سره تړلی او لا هم دوام لري. نوموړي چې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) د کډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته يې خبرې ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانان په نړۍ کې د کډوالو لويه برخه تشکيلوي

نن دوشنبه د جون ۲۰مه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د لارو چارو موندلو په موخه نمانځل کېږي. د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان ته بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ...

Read More »

د پښتو ژبې وتلی لېکوال او څېړنکی سيال کاکړ وفات شو

د پښتو ژبې وتلي لېکوال، څېړونکي او شاعر پروفېسور ولي محمدخان (سيال کاکړ) نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته پور پرې کړ. کاکړ لومړنۍ زده‌کړې د بلوچستان په پښين کې چې د نوموړي پلارنی ټاټوبی دی کړې وې او لوړې زده‌کړې يې بيا په کووټې او ...

Read More »

ريچارډ بنت: په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو حقونه په ناسم وضعيت کې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت په افغانستان کې د ميرمنو او نجونو پر اوسني وضعيت اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې ياد وضعيت په دې هېواد کې د بشري حقونو پر ټولو برخو سيوری غوړولی. نوموړي نن شنبه د (غبرګولي په ۲۸مه) ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانان په اوسني عصر کې خورا بد بشري وضعيت تجربه کوي

ملګرو ملتونو په متواتره توګه په افغانستان کې پر بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او په دې اړه په تازه اقدام کې، د دې سازمان د بشري حقونو شورا کمېشنرې ميشل باشلې ويلي، چې دامهال افغانستان په خورا بدترين بشري وضعيت کې قرار لري. نوموړې پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ...

Read More »

شنونکي: د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام پر ښوونيز نظام ماهرانه ګزار دی

نن چهارشنبه د (غبرګولي ۲۵مه) له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو بندېدو ټيک لس مياشتې پوره شوې؛ خو تر اوسه سرپرست حکومت د يادو ښوونځيو د بندولو او يا يې هم د بېرته پرانيستو په اړه ولس ته معقول دليل نه دی وړاندې کړی او يوازې پر دې ...

Read More »

نن د افغانستان وتلي سندرغاړي احمد ظاهر ۴۳ تلين دی

نن سې‌شنبه د غبرګولي ۲۳مه د افغانستان د موسيقۍ وتلي ستوري احمد ظاهر د مړينې له۴۳ تلين سره برابره ده. که څه هم د احمد ظاهر د مړينې ۴۳ کاله پوره کېږي؛ خو د نوموړي بې‌سارې سندرو د افغانستان په موسيقۍ کې د احمد ظاهر ځای او نوم ثابت ساتلی ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده

ملګرو ملتونو بيا ځلي په افغانستان کې د نجونو او ميرمنو د حقونو پر خونديتوب ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د افغان ميرمنو د حقونو خونديتوب يوه اړتيا ده. دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کميشنرۍ مرستيالې کيلي کليمنټس پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۲۳مه) د ...

Read More »