Home » فرهنګی او ټولنیز (page 5)

فرهنګی او ټولنیز

امريکا مېشتې افغانې جوړې پر امريکايي سرتېري د ماشومې تښتولو دعوه کړې

په امريکا کې مېشتې يوې افغانې جوړې د امريکا سمندري ځواکونو پر يوه سرتېري او د هغه پر ميرمن دعوه کړې، چې ګواکې د دوی ماشومه يې له افغانستان څخه امريکا ته تښتولې ده. دا ماشومه دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له هوايي بريد وروسته په ...

Read More »

ريچارډ بنيټ: په افغانستان کې بشري وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنيټ افغانستان ته له خپل ۱۲ ورځني سفر وروسته بېرته له دې هېواد تللی دی. نوموړي نن پنج‌شنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې افغانستان ته د خپل دې مالوماتي سفر ...

Read More »

وګړو صندوق روان کال ۹۰زره افغان ميندو ته د زېږون خدمتونه وړاندې کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق يا UNFPA وايي، چې په افغانستان کې يې خپلو مېنو ته د بېرته راستنېدونکو ميندوارو ميرمنو لپاره د خوندي زېږون په موخه د ټولنيز ملاتړ خدمتونه دوام لري. په افغانستان کې د ياد صندوق مسوول الکساندر بوديروزا نن پنج‌شنبه د (تلې په ۲۸مه) خپل ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې په شدت سره د نجونو او ښځو حقونه محدودېږي

د بښنې نړيوال سازمان په يوه تازه بيان کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو نقض لا هم دوام لري. دې سازمان د کابل پوهنتون له ليليې څخه د يو شمېر ښځينه محصلانو ايستلو په تړاو د رسنيو راپورونو ته په اشارې ...

Read More »

يونېسف: له ګوزڼ د ماشومانو د خونديتوب يوازېنی لار واکسين دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف اعلان کړی، سبا به په هغو ولايتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاين پای ورسېږي، چې روانه اوونۍ په کې نوموړی کمپاين پيل شوی دی. يونېسف نن چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې سبا پنج‌شنبه هم د ...

Read More »

ايران د افغان کډوالو لپاره له ملګرو ملتونو د مرستې کړې

د ایران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له همغږي کوونکي مارتين ګرېفټس سره ليدلي او دواړو خواوو په افغانستان کې پر بشري وضعيت او په ايران کې د ميشتو افغان کډوالو پر وضعيت خبرې کړي دي. عبداللهيان ويلي، په افغانستان کې بشري وضعيت ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو او نجونو په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي

د ملګرو ملتونو امنيت شورا بېګاه شپه د (تلې په ۵مه) د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړه او په کې د يادې شورا غړيو هېوادونو استازو د افغانستان اوسني وضعيت په اړه نظرونه وړاندې کړل. دې غونډې ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما ...

Read More »

يوناما: په افغانستان کې د رسنيو ازادۍ خونديتوب روښانه چوکاټ ته اړتيا لري

په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو د ازادۍ پر خونديتوب ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې سرپرست حکومت دې د رسنيو ازادۍ ته درناوی وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستيال ...

Read More »

ښځې: زده‌کړې د نجونو شرعي حق او حکومت دې يې پرمخ ښوونځي پرانيزي

په کابل کې د يوې ښوونيزې موسسې په هڅو نن چهارشنبه د (وږي په ۳۰مه) يو شمېر ميرمنو د سولې نړيوالې ورځې له عنوان لاندې د ښځو او نجونو د حق غوښتنې په موخه غونډه ترسره کړه. د يادې غونډې ګډونوال ټينګار کوي، چې افغانې نجونې او ښځې د شرعت ...

Read More »

رينا امري: د افغانستان اقتصاد د ښځو له ونډې پرته په پښو نشي درېدای

د افغانستان لپاره بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري له ځينو امريکايي چارواکو سره په ګډه په واشنګټن کې د هسپانيې له سفيرې ليدلي دي. په دې ليدنه کې د امريکا او هسپانيې پر دوه اړخيزه مسايلو سربېره د افغانستان ښځو او دغلته ...

Read More »