د برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي مېل د څېړنيز خبر له مخې ثابته شوې چې د چرګې هګۍ د امينو اسيدونو له جملې څخه د tryptophan (TRP) ترکيبونه لري چې په مغزو کې د کيمياوي موادو لکه سروټونين د تحريک کولو وظيفه لري چې ددې په تحريک کېدا سره د انسان رواني ...
Read More »کابل کې د سولې په نوم د نجونو لیسه جوړېږي
د کابل ښار د څلورمې تعلیمي حوزې د سولې د انجونو لیسې د بنسټ ډبره پرون دوشنبې د لړم ۵ ( اکټوبر۲۶) د پوهنې وزارت د سرپرستې میرمن رنګینه حمیدي او ورسره مل پلاوي په شتون کې کېښودل شوه. آغلې حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وویل:” د ...
Read More »د لوګر یوه ښوونکي په ریاضي کې نوي فورمول کشف کړی
په لوګر ولایت کې د هلکانو د یوه ښوونځي یو ښوونکی په دې توانېدلی، چې د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړي. دا ښوونکی سید ابراهیم موسوي نومېږي، چې د مرکز اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو د لېسې ښوونکی دی. د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار ...
Read More »د پکتیا د پټان سرحدي ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د پکتیا ولایت د پټان سرحدي ولسوالۍ د پټان د نجونو منځني ښوونځي نوې جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی ...
Read More »په نرخ کې د یو لومړني ښوونځي د رغېدلو چارې بشپړې شوې
په میدان وردګو ولایت کې د کلیو دبیارغونې او پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لوري د نرخ ولسوالۍ په ده مسلم سیمه کې د نجونو او هلکانو د یوه لومړني ښوونځي د جوړولو چارې د یو کال په موده کې بشپړې شوي. یاد ښوونځی شپږ ټولګي، یوه اداري ...
Read More »د افغانې شربت ګلې انځور په۷۰ زرو ډالرو په لوړه بيه وپلورل شو
د افغانې نجلۍ شربت ګلې پر انځور د پنجشنبې په ورځ په پولنډ کې بولۍ وشوه چې په ډېره لوړه بیه وپلورل شو او ریکارډ یې جوړ کړ. د بولۍ یوې پولنډۍ کمپنۍ دیسا یونیکوم تېره ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي، د افغانې ګډوالې نجلۍ شربت ګلې ...
Read More »زابل کې د یو ښوونځي نوي ودانۍ ګټې اخیستې ته وسپارل شوه
دافغانستان د پوهنې وزارت وایي، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د هولان رباط عالي لېسي نوې ودانۍ یې د پوهنې ریاست مسوولینو او یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شوه. د پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي:” هولان ...
Read More »د لوبیا خوړلو لس ګټې
لوبیا یو له هغه خوړو څخه ده، چې د ډېرو خلکو خوښیږي. لوبیا په لمړي ځل په ۱۵۳۳ کال کې د مکسیکو په هیواد کې پیدا شوې او د «ایاکوک» په نوم ونومول شوه، چې وروسته اروپا او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسېده. په دې لیکنه کې موږ ...
Read More »هیڅکله له نورو دغه ډول تمه مه کوئ
۱. کله چې نور خلک ستا له نظریو، خبرو او اعمالو سره موافق نه وي، نو په غوسه کیږه مه، ځکه چې همدا غوسه هم بې مانا ده او هم له خطره ډکه ده. نو هیڅکله له خلکو د دې تمه مه کوه چې باید له تاسره په هره خبره، نظریه، ...
Read More »د ایران پېژندل شوی سندرغاړی ومړ
د ایران پېژندل شوی سندرغاړی محمد رضا شجریان د سرطان ناروغۍ له کبله د ۸۰ کلونو په عمر ومړ. دغه ایرانی وتلی سندرغاړی چې له پنځوس کالو راهیسي په فارسي ژبه سندري وایي د پنجشنبې په ورځ یې په تهران ښار کې د سرطان ناروغي له کبله خپل ژوند له ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس