د افغانستان د پاسپورټ ریاست وایي نور یوازې د برېښنایي پېژندپاڼو لرونکو ته پاسپورت صادوري. د دغه ریاست لخوا په یوه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه(د کب ۲۰مه نېټه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه کړي. تر دې وړاندې د احصایې ملي ...
Read More »لغمان کې د چهاردهي ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د لغمان ولایت د پوهنې ریاست وایي، د دې ولایت مرکز پورې اړوند د چهاردهي د هلکانو منځني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه. د دغه ولایت د پوهنې ريیس عبدالله حمیدي په وینا یاده ودانۍ د ۵ جریبه ځمکې په ساحه کې په پاخه او اساسي ډول د ۴۱۱۴۵۷۷۷ افغانیو په ...
Read More »جوزجان کې د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعاله شوه
د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ. د دې راډیو د امتیاز خاوند عبدالبشیر حکیمي پرون سې شنبه (د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغې ترکمني سیمه ییزې راډیو خپلې خپرونې سر له سې شنبې د (اېف اېم ...
Read More »یوې افغان مېرمنې په لوګر کې د نجونو له یوه ښوونځي سره مرسته وکړه
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي چې د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي کې، د نجونو له منځني ښوونځي سره د بي بي زهرې په نوم کاناډا کې میشتې افغانې میرمنې د ۳۷۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. دپوهنې وزارت وایي چې په ...
Read More »له لوګر۲۵۰۰ قلمه اثار کابل ته راوړل شوې دي
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنک وزارت وايي،د لوګر له مس عینک کان څخه شاوخوا ۲۵۰۰ قلمه موندل شوي لرغوني اثار کابل ته ولېږدل شول. د دغه وزارت ویاند صابر مومند پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل:”د لوګر له مس عینک څخه شاا و خوا ۲۵۰۰ قلمه اثار ...
Read More »ټايم اف ډانس؛ د کټرینا کیف د کشرې خور لومړنی فلم
د باليووډ سېنما د مشهوري اداکاري “کټرينا کيف” د خور “ايسابلي کيف” لومړنی فلم په مارچ مياشت کې ریلېز کېږي. هندي رسنيو او د سينما مبصر “تران ادراش” خبر ورکړی چې د “ايسابلي کيف” او “سورج پنچولې” فلم چې د “ټايم اف ډانس” په نامه دی، د راتلونکې مارچ مياشتې ...
Read More »پوهنې وزارت: په میدان وردګو کې د نجونو او هلکانو د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د میدان وردگو په بهسودو لومړي حصې ولسوالۍ کې د ( دهن آبدرې) په نوم د نجونو او هلکانو د لومړني ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د پوهنې وزارت وایي د یاد ښوونځي نوې ودانۍ د کلیو، بیارغاونې او پراختیا وزارت ...
Read More »د ننگرهار د سوربي د نجونو په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانېستل شوه
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ د سوربي د نجونو په لېسه کې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه. د پوهنې وزارت وایي، د کمپیوټر زده کړې یاد ټولګي د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د ستاره درخشان مرسته کوونکې ادارې په مالي ...
Read More »تر ټولو زوړ زده کړیال د ایټالیا له پوهنتونه فارغ شو
په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل. په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل. جوسپیني پتیرنو ۹۶ کلن دی او د تاریخ او فلسفې پوهنځی یې ...
Read More »خوست کې د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
دافغانستان د پوهنې وزارت وایي، د نمونوي ښوونځۍ ودانۍ په خوست ولایت کې پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، دغه وزارت وایي د نمونوی لیسه نن پنجشنبه ( د سلواغې ۲۳مه ) د خوست کې د پوهنې سرپرست وزیره میرمن رنګینې حمیدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس