Home » فرهنګی او ټولنیز (page 12)

فرهنګی او ټولنیز

نيکلاسون د امربالمعروف وزارت له مسوولانو د حجا پر وروستۍ پرېکړه غږېدلی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر له سرپرست وزير خالد حنفي سره لېدلي او د حجاب جبري کولو په اړه يې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې په اړه بحث کړی دی. د دې لېدنې پرمهال ...

Read More »

خالد حنفي: نړيوال په افغانستان کې د حجاب په اړه د پرېکړې کولو حق نه لري

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب په تړاو د وروستيو نړيوالو غبرګونونو په اړه وايي، اسلامي امارت د شرعي قانون د پلي کولو په موخه کلونو مبارزه کړې او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی چې شرعي قانون په بشپړه توګه عملي ...

Read More »

ملاله يوسفزۍ: نړيوال دې له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض له امله حساب وکړي

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د حجاب جبري کېدو په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې، د نجونو د زده‌کړو فعالې او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ هم دا پرېکړه د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی. نوموړې پرون دوشنبه د ...

Read More »

اروپايي ټولنه: طالبان د نجونو ښوونځيو د پرانيستو ژمنې تکراروي، خو د پرانيستو نښې يې نشته

اروپايي ټولنې له دې کبله چې د افغانستان سرپرست حکومت له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځيو د بيا پرانيستې په اړه کره وخت نه په ډاګه کوي، ناهيلي ښودلې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن د پوهنې له سرپرست وزير نورالله منير سره ليدلي ...

Read More »

امريکا: د حجاب په اړه د طالبانو جديت له نړيوالو سره د دوی پر اړيکو اغېز کوي

په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د حجاب جبري کولو په تړاو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د غبرګونونو په دوام سره، امريکايي چارواکو هم په دې باب ژوره خواشيني ښودلې. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ نن دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) په ...

Read More »

يوناما: د حجاب په اړه د طالبانو پرېکړه د دوی له ژمنو سره په ټکر کې ده

ملګرو ملتونو د اسلامي امارت پر هغې پرېکړې غبرګون ښودلی، چې په افغانستان کې يې پر ښځو د حجاب اغوستل جبري کړل او د سرغړونې په صورت کې يې د کورنيو مسوولانو ته د سزا د ورکړې اخطار ورکړی. په کابل کې د دې سازمان سياسي استازولۍ په يوه اعلاميه ...

Read More »

“نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې د حجاب پرېکړې په اړه ځوابي اقدام وکړي”

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د افغانستان سرپرست حکومت پر هغې تازه پرېکړې غبرګون ښودلی، چې له مخې يې په دې هېواد کې د ښځو حجاب جبري ګرځول شوی دی. د دې سازمان د ښځو د حقونو برخې مرستيالې هيدربار ويلي، چې د حجاب په تړاو وروستۍ پرېکړه ...

Read More »

حکومت: که ښځې په مککره توګه حجاب مراعت نه کړي، د کورنۍ مشر به يې مجازات شي

د امر بالمعفرو او نهی عن‌المنکر وزارت د ښځو د حجاب په اړه د ځانګړي پلاوي له لوري ترتيب شوې طرحه نن شنبه د (غويي په ۱۷مه) علني کړه او په کې يې د ښځو له لوري په مککره توګه د حجاب نه مراعتولو په صورت کې، د کورنيو مشرانو ...

Read More »

د بشر حقونو څار سازمان: د افغان نجونو پر مخ بايد ژر تر ژره ښوونځي پرانيستل شي

د بشر حقونو د څار نړيوال سازمان يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو پر ښوونځيو د بنديز دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ژر تر ژره يې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د پرانيستو غوښتنه کړې. د دې سازمان د ښځو برخې مسوولې هيدر بار ويلي، ...

Read More »

توماس ويسټ: طالبان دې د افغانانو لېوالتيا ته په پام د نجونو ښوونځي پرانېزي

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د مخکېني حکومت د ملي پخلاينې عالي شورا له رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره يې پر وروستيو خونړيو بريدونو او د نجونو پر ښوونځيو خبرې کړي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، له عبدالله عبدالله سره يې ...

Read More »