Home » اقتصادی (page 56)

اقتصادی

کونړ کې د لمرېزې برېښنا څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

رویداد خبري آژانس

دافغانستان دکرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت وایي د ۹۱،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ ولایت په درېو ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا للمي ځمکو خړوبولو څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کونړ والي محمد اقبال سعید وایي، یادو ځمکو ته په اوبو رسولو سره به کرنیز تولیدات ...

Read More »

د افغانستان او هند مشرانو د ‘شاه ‌توت’ بند جوړولو تړون لاسلیک کړ

رویداد خبري آژانس

د افغانستان او هند ترمنځ د شاه‌ توت بند جوړولو تړون لاسلیک شوی دی. دا تړون نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په حضور کې د یوې انلاین غونډې په ترڅ کې لاسلیک شوی دی. دا ...

Read More »

میدان وردګ کې د اوبو لګولو کاریز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وایي، د سیمه ییز پروګرام لخوا د میدان وردګو ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه زرني کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پوخ کاریز،د اوبو پوخ زیرمتون او ځمکو ته د اوبو رسوونکی ...

Read More »

د افغانستان او هند مشران نن د شاتوت بند جوړولو تړون لاسلیکوي

رویداد خبري آژانس

ولسمشرغني او د هندوستان لومړی وزیر نریندا مودي نن سې شنبه (د سلواغې۲۱مه نېټه) د یو ویډیويي کنفرانس له لارې د ۲۸۶ امریکایي ډالرو په ارزښت د شاتوت بند پروژه لاسلیکوي. انډیا ټوډې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دواړه مشران به د یادې پروژې د لاسلیک ترڅنګ له ...

Read More »

کرنې ریاست:لوګر کې۱۷۰۰جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

رویداد خبري آژانس

د لوګر دکرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا لپاره یې د بېلا بېلو مېوو شاوخوا ۱۷۰۰ بڼونه جوړ کړي دي. د لوګر ولایت د کرنې رییس عبدالله تسل وایي، د دې ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د ...

Read More »

کرنې ریاست:کندهار کې د ګازرو حاصلات زیات شوي

رویداد خبري آژانس

د کندهار دکرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دغه ولایت کې د ګازرو حاصلات ډېر شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست د ارزونې له مخې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال په یو زرو ۹۸۷ هکټاره ځمکه کې ګازرې کرل شوي دي، ...

Read More »

هرات کې د زیرې تولید په بې سارې کچه لوړ شوی

رویداد خبري آژانس

 د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې د زیرې (زرغونه زیره یا کرابیه) تولید په بې سارې کچه لوړ شوی. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي سږ کال یوازې له هراته د پنځلس میلیونه ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره شوې. زیره په نورو هېوادونو کې ډير ...

Read More »

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ

رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې صرافانو کار بندیز اعلان کړ. د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، تر کومه پورې چې د دوی ستونزې هوارې نه شي د صرافۍ مارکېټونه به تړلي وي. په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان بانک دې د پخوا په ...

Read More »

سږ کال د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي سږ کال د هېواد د زعفرانو حاصلات ۲۱ ټنو ته رسیدلي دي. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي رسنیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي. رستمي زیاته ...

Read More »

د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی. د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ...

Read More »