Home » اقتصادی (page 47)

اقتصادی

متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي

د ط. البانو سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، هڅه کوي چې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانولو او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ژر له سياسي لارو حل کړي. نوموړي دا څرکندونې نن چهارشنبه د (تلي په ۷مه) د سوداګرۍ، پانګونې او د کانونو ...

Read More »

تېرو درېيو کلونو کې پاکستان ۲۶ ميليارده ډالر اضافي پوروړی شوی

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د تېرو درېيو کلونو پرمهال يې هېواد د ۲۶ ميليارده ډالرو په اندازه د نړيوالو مالي بنسټونو او هېوادونو له لوري اضافي پوروړی شوی دی. دې چارواکو د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ ته د خپلو پورونو په اړه مالومات وکړي چې له مخې يې، ...

Read More »

د امريکا سنا مجلس کې پر طالبانو او پاکستان د بنديزونو لګولو هڅې پيل شوي

د امريکا سنا مجلس ۲۲ تنو مشهورو او مهمو سناتورانو دې مجلس ته ليکلی وړانديز کړی چې په افغانستان کې دې پر طالبانو او هغو ادرسونو بنديزونه ولګول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي. په دې سناتوران کې چې اکثره يې جمهوريت غوښتونکي دي، مېټرامني هم شامل دی. نوموړی د ...

Read More »

په کونړ کې د شاتو تولید پنځه سلنه زیات شوی

رویداد خبري آژانس

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره یې شاتو مچیو روزونکو سره په ګډه هڅې پیل کړي څو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي. ...

Read More »

برېښنا شرکت ۲ میاشتو کې ۱ میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له امله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه ‌دي راټولې شوې. د دغه شرکت په وینا له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د وسله والوطالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه ...

Read More »

پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کرنې ابو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په پکتیا ولایت کې د زعفرانو ۲۱ نندارېزې کروندې جوړېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د زمري ۱۰مه) رسنیو ته ویلي چې یادې ننداریزې کروندې به په مرکز، احمد ابا، سیدکرم، شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ...

Read More »

هلمند کې د سویابینو کرکیله زیاته شوې

رویداد خبري آژانس

د هلمند ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس زلمی الکو نن پنجشنبه (د زمري ۷مه) رسنیو ته ویلي چې د افغانستان پراختیایي ادارې په مالي همکارۍ د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي دي. نوموړي ویلي چې ...

Read More »

د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې شاوخوا ۴۰ کوچني بندونه جوړېږي، چې د اوبو په مدیریت کې به مهم رول ولري. د دغه ادارې ویاند نظام الدین خپلواک نن سې شنبه (د زمري ۵مه نېټه) رسنیو ته ویلي، ...

Read More »

کرنې وزارت:۷ ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي

رویداد خبري آژانس

د افغانستان دکرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د روان ۱۴۰۰ لمریز کال په ترڅ کې د اووه ولایتونو کې د زعفرانو د پروسس ۳۸ مرکزونه جوړېږي. یاد وزارت پرون د شنبې په ورځ ( چنګاښ ۲۶مه نېټه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرکزونه په هرات، غزني، سرپل، کندز، ...

Read More »

ميدان وردګ؛په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو۵۳۰ جريبه بڼونه جوړ شوي

رویداد خبري آژانس

د ميدان وردګو ولايت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست نن پنجشنبه (د چنګاښ ۲۴مه نیټه) په یوه اعلامیه کې ویلي،چې په دې وروستيو کلونو کې د میدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې د ګېلاس او زردالو ۵۳۰جريبه بڼونه جوړ شوي دي. د دغه ولایت دکرنې ریاست په وینا، په ...

Read More »