افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د موقت یا لنډمهاله حکومت له وړاندیزونو سره په کلکه مخالفت څرګند کړ. ښاغلی غني وایي، نړیوالیې هره ورځ د نظام په پلوي خبرې کوي او په خبرهیې تر هغو چې ژوندی وي، چاته به د موقت حکومت اجازه ورنهکړي. محمد اشرف ...
Read More »انګلا مرکل: جرمني ځواکونه چمتو دي افغانستان کې پاتې شي
د جرمنی صدراعظمه انګلا مرکل وايي که اړتیا وه، د جرمني ځواکونه چمتو دي چې د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي. مېرمن مرکل د شنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب ۲) د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وویل: «د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه مننه ...
Read More »امریکا؛ یو ځل بیا له طالبانو سره د شوي تړون پر بیا کتنې ټینګار وکړ
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پر بیا کتنه ټینګار وکړ. ښاغلي بلېنکن پرون بي بي سي ته په دې اړه وویل: “موږ دې ته اړتیا لرو چې د متحد ...
Read More »دفاع وزارت: پکتیکا کې درې طالبان وژل شوي
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ کې ۳ طالبان وژلي او ۱ بل یې ژوندی نیولی دی. د دغه وزارت لخوا نن شنبه (د کب ۲مه نېټه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” تېره ...
Read More »شهرزاد اکبر: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشري په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:”تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ.” شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ...
Read More »بایډن:له دیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د ختمولو ملاتړ کوو
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده. جو بایډن د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان ...
Read More »په روان لمریز کال کې ماینونه ۱۴۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې
حکومتي چارواکي وايي جګړې او د ماینونو ښخول له افغانانو قرباني اخلي او ورته مرګ ژوبله اړوي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني وویل د ۹۹ کال په جریان کې د ماین چاودنو له امله ۱۴۰۰ شهیدان او ټپیان شوي دي. جیلاني زیاته ...
Read More »سیمه اییز چارواکي: دایکندي کې طالبانو ۸ تنه ملکیان وژلي
د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې د دایکندي د والي دفتر خبر خپور کړی چې طالبانو په یوه برید کې ۸ تنه ملکیان او ۱ تن ولسي پاڅون کونکی وژلی دی. د دایکنډي مرستیال والي محمد علي شهرستاني ازادي راډیو ته وویل، طالبانو سهار د پاتوې په ولسوالۍ ...
Read More »کندز کې د طالبانو له زندانه ۲۴ تنه نظامیان آزاد شول
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن پنج شنبه (د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې په ۳۰ نیټه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په کندز کې د طالبانو له زندان څخه ۲۴ تنه آزاد شول. اعلامیه زیاتوي تېره شپه کمانډو ځانګړو ځواکونو کندز ولایت “اقتاش” ولسوالۍ”کابلي قشلاق” اړوند سیمه کې ...
Read More »د مهاجرت نړیوال سازمان: د اسلام کلا پېښې مو دفتر زیانمن کړی
د مهاجرت نړیوال سازمان’IOM ‘ وایي، د هرات په اسلام کلا بندر کې په لګیدلي اور کې یې د راستنېدونکو د چارو لپاره د دفتر تأسیسات هم یو څه زیانمن شوي چې له امله یې له ایرانه افغانستان ته بېرته ستنېدونکو کډوالو ته خدمتونه په مخکینۍ بڼه نه شي رسولی. ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس