Home » افغانستان (page 207)

افغانستان

فعالان: د سېد معروف سادات تروروونکي بايد پيدا او حساب ورسره وشي

په ننګرهار کې خبريالان او فعالان د خبريال  سېد معروف سادات وژنه خواشينوونکې پېښه بولي او ټينګار کوي چې د نوموړي تروروونکي بايد ژر تر ژره پيدا او د کړې عمل پر سزا دې ورسول شي. دوی وايي، د معروف سادات وژل کېدل لويه ضايع ده او اسلامي امارت بايد ...

Read More »

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د شوې ۱.۲ ميليارده بشري مرستې يوازې ۱۳۵ ميليونه ډالر يې ترلاسه کړي

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک له واک ته رسېدو سره سم، له دې هېواد سره د ملګرو ملتونو غړيو هېوادونو له لوري د شوې ۱.۲ ميليارد ډالرو بشري مرستې څخه يې، يوازې ۱۳۵ ميليون ډالر ترلاسه کړې دي. دې سازمان په افغانستان کې بشري ...

Read More »

سره صليب په نږدې راتلونکي کې د لسګونه زره افغانانو د کډوال کېدو خبرداری ورکړی

د سره صليب نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت خرابېدو له امله ښايي ګاونډيو هېوادونو ته د لسګونه زره افغانان د کډوالۍ څپه پيل شي. د دې ادارې وياندې نتالي پېروډ امريکا غږ ته ويلي، په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحريک واک له رسېدو ...

Read More »

افغان ډاکټرې سليمې رحمان د ملګرو ملتونو جايزه وګټله

د افغانستان ځوانو مېرمنو له ډلې دا ځل سليمې رحمان د ملګرو ملتونو د نانسن په نوم د کډوالۍ جايزه وګټله. نوموړې ته چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، دا جايره د درملنې په برخه کې له پاکستاني وګړو او افغان کډوالو سره د بې ...

Read More »

جي۲۰ هېوادونه په فوق‌العاده غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي

ټاکل شوې چې د نړۍ ۲۰ ستر صنعتي هېوادونه يا G20 په خپله راتلونکې غونډه کې د بحث ډېر تمرکز پر افغانستان وکړي. دا څرګندونې د اېټاليا لومړي وزير ماريو دراګي پرون خبريالاناو ته د يوه خبري کنفرانس پرمهال په روم کې کړې دي. نوموړي ويلي چې نړيوالې ټولنې ته ...

Read More »

متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي

د ط. البانو سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، هڅه کوي چې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانولو او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ژر له سياسي لارو حل کړي. نوموړي دا څرکندونې نن چهارشنبه د (تلي په ۷مه) د سوداګرۍ، پانګونې او د کانونو ...

Read More »

د امريکا سنا مجلس کې پر طالبانو او پاکستان د بنديزونو لګولو هڅې پيل شوي

د امريکا سنا مجلس ۲۲ تنو مشهورو او مهمو سناتورانو دې مجلس ته ليکلی وړانديز کړی چې په افغانستان کې دې پر طالبانو او هغو ادرسونو بنديزونه ولګول شي چې د طالبانو ملاتړ کوي. په دې سناتوران کې چې اکثره يې جمهوريت غوښتونکي دي، مېټرامني هم شامل دی. نوموړی د ...

Read More »

مېلي: د يوه کال په موده کې القاعده له افغانستان څخه امريکا ته خطر پېښولی شي

د امريکا د پوځ لوی درستز جنرال مارک ميلي وايي، دا احتمال شته چې د القاعده ډله د يوه کال او حتا له دې هم په لنډه موده کې له افغانستان څخه امريکا ته ګواښ پېښ کړي. نوموړي دا څرګندونې پرون سې‌شنبه د (تلې په ۶مه) د امريکا سنا مجلس ...

Read More »

د بشري حقونو د څار سازمان: په افغانستان کې دې پر ښځو لګېدلي بنديزونه او هدفي وژنې وڅېړل شي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وړانديز کړی چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ط البانو له لوري پر ښځو وضعه شوي بنديزونه او دغه راز دې د هدفي وژنو پېښې وڅېړي.  روېټرز خبري اژانس د دغه سازمان عمومي منشي ميرمن اګنېس کالامارډ په حواله ويلي، په ...

Read More »

انتوني بلینکن:د نړۍ ۲۰ هېوادونه د امریکايي وګړو په لېږد کې راسره همکار دي

رویداد خبري آژانس

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي د جولای میاشتې له وروستیو ورځو تر دې دمه یې له افغانستان شاوخوا ۳۰ زره کسان ایستلي دي. انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي د نړۍ شل هېوادونه له افغانستان د ایستل کېدونکو کسانو د لېږد په پروسه کې ورسره ...

Read More »