د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزير چې له يوه کال راهيسې د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوی او دا مهال د محاکمې له پرېکړې پرته په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي، د کراچۍ محکمې له لوري د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د دغه ...
Read More »خوړو نړيوال سازمان: له افغانانو سره د مرستې لپاره ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا ده
د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پايه هغو اړمنو افغانانو ته کافي مرستې ورسوي چې له دوی سره راجسټر شوي دي. د دې سازمان وياند وحيد اماني بيبيسي ته ويلي، د نوموړي سازمان له پلان سره سم هغو افغانانو ته چې د ...
Read More »ملګري ملتونه د افغانستان ښوونځيو ښوونکو ته په مسقيمه توګه معاشونه ورکوي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو له بهير څخه د ملاتړ په موخه، پر يوه داسې سيسټم کار کوي چې له مخې به يې د دولتي ښوونځيو ښوونکو ته په مستقيمه توګه مياشتني معاشونه ورکړل شي. ...
Read More »پاکستان افغانستان ته د هند مرسته شويو غنمو د لېږد اجازه نه ورکوي
په داسې حال کې چې دامهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي له لوږې او خراب اقتصادي وضعيت کړېږي، خو د پاکستان حکومت هغو ۵۰زره ټنه مرسته شويو غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوي، چې د هند حکومت يې له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې اعلان ...
Read More »ارګ ته په لومړي ځل ننوتی طالب قومندان د کابل په وروستي بريد کې وژل شوی
د يو شمېر راپورونو له مخې، د طالبانو هغه قومندان چې د اګسټ په ۱۵مه د لومړي طالب قومندان په توګه ارګ ته ننوت، پرون سېشنبه د (لړم په ۱۱مه) پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد کې وژل شوی دی. حمدالله مخلص چې په دې وروستيو کې د کابل ...
Read More »ترکي الفيصل: له افغانستان د ځواکونو ايستلو په سيمه کې د امريکا نفوذ تر پوښتنې لاندې راوستی
د سعودي عربستان د اطلاعاتو پخوانی وزير شهزاده ترکي الفيصل وايي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو پرېکړه د بايډن ادارې له لوري له وخت مخکې شوې او دا کار د دې سبب شوی چې په سيمه کې د امريکا نفوذ تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي پرون سېشنبه ويلي، ...
Read More »پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي
د سردار محمد داوود خان پر ۴سوه بستريز روغتون پرونی بريد په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی. ملګرو ملتونو په دې اړه پرون ناوخت ويلي، پر روغتيايي کارکوونکو او د روغتيايي خدمتونو پر ترلاسه کوونکو ملکيانو بريد د بشري او نړيوالو اصولو خلاف عمل دی. ...
Read More »صالح: خليلزاد او اړوند پلاويو يې د سولې په اړه بحثونو کې د مکالمو له ثبت اينکار کاوه
د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د دويمې دورې لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، وروسته له هغې چې د افغانستان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غولونه برملا شوه، حکومت پرېکړه وکړه چې له نوموړي او اړوند نورو بهرنيو پلاويو سره د سولې په اړه د مجلسونو ...
Read More »پاکستان د افغانستان په اړه د هند په کوربهتوب له جوړيدونکي کنفرانس سره بايکاټ وکړ
د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف اعلان کړی چې د افغانستان په تړاو په هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې کوربهتوب يې د هند پر غاړه وي. نوموړي هند سولې مخالف هېواد بللی او زياته کړې يې ده چې د سولې مخالف لوری نه شي کولی چې د ...
Read More »ملګرو ملتونو امنيت شورا روانه مياشت د افغانستان په اړه ځانکړې غونډه کوي
ټاکل شوې په روانه نومبر مياشت کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د روان وضعيت په تړاو ځانګړې غونډه ترسره کړي. دغه اعلان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دورهيې مشر خوان راميرز نن سېشنبه د (لړم په ۱۱مه) کړی او ويلي يې دي، چې دا ځانګړې ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس