Home » افغانستان (page 194)

افغانستان

ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

ټاکل شوې چې سبا سې‌شنبه د (لړم په ۲۵مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. د راپورونو له مخې په دې ناسته کې به پر بشري حقونو سربېره له افغانستان سر پر بشري مرستو او دې هېوادو ته د مرستو رسولو پر ...

Read More »

بولټن: له افغانستانه د ځواکونو ويستلو په امريکا کې د جوبايډن محبوبيت کم کړی

د امريکا پخواني ملي امنيت سلاکار جان بولټن يو وار بيا د ولسمشر جوبايډن پر پرېکړه چې له مخې يې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو سرتېري ويستل شوي، نېوکه کړې او ويلي يې دي چې دا پرېکړه له وخت مخکې وه. نوموړي له سکای نيوز سره په تازه ...

Read More »

کندهار کې د داعش پر وړاندې عملياتو کې يادې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

فرانسې خبري اژانس د اسلامي امارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د کندهار په څلورو ولسواليو کې يې د داعش ډلې پر ضد عمليات ترسره کړې دي. په راپور کې د کندهار امنيه قومندان عبدالغفار محمدي له قوله ويل شوي، يادو عملياتو چې د دوشنبې تر ورځې د ...

Read More »

منظور پښتين: که علي وزير او نور کسان له بند ازاد نه شي، اسلام‌اباد ته پر اعتراض ځو

د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونه پلويان پرون د (لړم په ۲۳مه) په کووټې، پېښور او کراچۍ کې راټول شوي وو او د علي وزير په شمول يې د دغه غورځنګ د نيول شويو غړو د خلاصون په موخه لاريونونه وکړل. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين په پېښور ...

Read More »

ايران: يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د نيابتي جګړې پيلولو هڅه کوي

ايراني چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته بيا ځينې هېوادونه غواړي چې دغلته نيابتي جګړه پيل کړي. د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته خپل سفر په ترڅ ويلي، يو شمېر هېوادونه سر له اوسه په دې هڅه کې ...

Read More »

جرمني: له طالبانو سره د خپلو نورو افغان همکاران د اېستلو په اړه مذاکرات روان دي

جرمني خبر ورکړی چې له افغانستان څخه يې د هغو افغان همکارانو د ايستلو لړۍ روانه ساتلې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د دغه هېواد له اړوند ماموريتونو سره کار او همکاري کړې ده. دا څرکندونې د جرمني بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ګنرال انتسايګر له ورځپاڼې ...

Read More »

پوتين: لوېديځ په افغانستان کې د کډوالۍ بحران مسوول دی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په افغانستان کې د کډوالۍ بحران په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې دغه بحران اقتصادي او نظامي عوامل لري. نوموړي د (Russia1) په نوم له يوه روسي ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د کډوالۍ اوسنی بحران چې ...

Read More »

د کابل په پرونۍ چاودنه کې خبريال حميد سيغاني هم وژل شوی

پرون شنبه ناوخت د (لړم په ۲۲مه) د کابل ښار ۱۸مې امنيتي خوزې اړوند په دشتي برچي سيمه کې د ملکي وګړو د سوارلۍ پر موټر چاودنه وشوه. عيني شاهدان وايي، چاودنه د چسپکي ماين په وسيله پر ټونس موټر شوې او په ترڅ کې يې د ټونس سوارلۍ وژل ...

Read More »

WFP: پر خوراځواکۍ اخته افغان ماشومان له درملنې وروسته د لوږې له امله بيا پر خوارځواکۍ اخته شوي

سي اېن اېن ټلوېزيون په افغانستان کې د لوږې په اړه په خپل يوه تازه راپور کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP د رئيس په حواله ويلي، په افغانستان کې لوږه پر يوې فاجعې د بدلېدو په حال کې ده. د خوړو نړيوال سازمان رئيس ډيوېډ بيزلي چې تازه ...

Read More »

قطر به د تازه هوکړې له مخې په افغانستان کې د امريکا ګټې خوندي کوي

قطر او امريکا تازه په خپلو کې دوې هوکړې لاسليک کړې چې يوه هغه يې قطر پر دې کلف کوي، څو په افغانستان کې د امريکا له ګټو ساتنه وکړي. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په دې اړه ويلي، په ياده هوکړه کې قطر منلې ده چې هېواد ...

Read More »