د ملي امنيت پخواني رئيس رحمتالله نبيل ادعا کړې چې ناروې ته د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ د پلاوي له تګ سره، د ملي دفاع سرپرست وزير ملا يعقوب هم په وروستيو کې روسيې ته پټ سفر کړی دی. نوموړي په دې اړه پرون يکشنبه ناوخت ...
Read More »د افغانستان د سيمهييزې موسيقۍ ستوری سلام لوګری وفات شو
د افغانستان د سيمهييزې يا محلي موسيقۍ وتلی ستوری استاذ سلام لوګری له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو. د استاذ لوګري کورنۍ هم ځينو رسنيو ته د نوموړي مړينه تائيد کړې ده. د کورنۍ غړو يې ويلي، استاذ سلام لوګری د شنبې په ورځ د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ ...
Read More »عمران خان: خلک دې د افغانستان بشري وضعيت په اړه د نړيوالو په پوهاوي کې برخه واخلي
د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دی هم له هغه نوښت سره خپل غږ يو ځای کوي چې په افغانستان کې پر بشري ناورين د پوهاوي په اړه پيل شوی دی. نوموړي تازه نن يکشنبه د (سلواغې په ۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه له خلکو هم غوښتنه ...
Read More »هېلري کلېنټن: د نړيوالو فشارونو له لارې بايد په افغانستان کې د ښځو حقونه تامين شي
د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره هېلري کلېنټن وايي، طالبان بايد له يوې لارې په ګټنې سره دې ته وهڅول شي چې په افغانستان کې د ښځون او نجونو حقونه خوندي کړي. نوموړي له بيبيسي سره په خبرو کې ويلي، له دې لارو يوه هم نړيوال فشارونه او نورې ...
Read More »محب: د امريکا په سياست کې د لومړيتوبونو بدلون، د نظام د سقوط لامل شو
د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنيت شورا مخکينی سلاکار حمدالله محب وايي، د امريکا په بهرني سياسي کې د لومړيتوبونو بدلون د امريکا مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک پرمهال پيل او د جوبايډن د واک پرمهال پلي شول. نوموړي له پارن پاليسۍ سره په تازه مرکه ...
Read More »هرات کې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په هرات کې پرون ماښام د (سلواغې په ۲مه) يوې چاودنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د هرات ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، ياده چاودنه پر فلانکوچ ډول موټر پسې د نښلېدونکي ماين له امله رامنځته شوې ده، چې ۵تنه په کې وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان ...
Read More »حکومتي پلاوی له هېوادونو سره د مذاکراتو په موخه ناورې ته رسېدلی
د اسلامي امارت چارواکي خبر ورکوي چې پرون شبنه د ( سلواغې په ۲مه) د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ پلاوی د ناروې په غونډه کې د ګډون په موخه دې هېواد ته رسېدلی دی. له ياد سفر څخه څو شيبې وړاندې اميرخان متقي ويلي، په دې ...
Read More »اردوغان: افغانستان ته خوراکي او پوښاکي توکو مرسته لېږو
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د خوراکي توکو په شمول د پوښاکي توکو د مرستې يوه بسته ولېږي. نوموړي نن پنجشنبه د (مرغومي په ۳۰مه) ويلي، د ۷سوه ټنو په اندازه دا مرسته د ترکيې د خلکو اړوند بنسټونو ...
Read More »سور صليب: افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ۳۰ سلنه نور هم زيات شوی
د سره صليب نړيوالې کميټې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه په تازه څرګندونو کې ويلي، چې دغلته د نفوس نيمايي برخه لا هم بشري مرستو ته جدي اړتيا لري. د يادې کميټې د افغانستان برخې نن پنجشنبه د (مرغومي په ۳۰مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، د ...
Read More »بايډن: افغانستان د واحد دولت تر ادارې لاندې د يووالي وړتيا نه لري
د امريکا ولسمشر جوبايډن يو وار بيا د افغانستان په اړه پاروونکې څرګندونې کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان د يوه واحد دولت تر چتر لاندې د يووالي وړتيا نه لري. نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۹مه) د خپل حکومت د کال پوره کېدو په مناسب ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس