د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرانو پرون جمعه د (غويي په ۹مه) د قطر د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې مريم المسند ليدلي دي. د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې په دې ...
Read More »ازبکستان: د افغانستان تېر نظام چورلکې به طالبانو ته ور نه کړل شي
د ازبکستان چارواکو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورېدو پرمهال ازبکستان ته له نوموړي هېواد څخه لېږدول شوې چورلکې به بېرته ط.البانو ته ور نه کړي. د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګشيف له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، چې ...
Read More »کابل کې پر جومات د چاودنې له امله له۵۰ زيات کسان شهيدان شوي
د کابل علاوالدين درې لارې په مربوطاتو کې د خليفه صېب پر جومات د پرونۍ (غويي ۹مې) چاودنې امله د مرګ ژوبلې شمېر له هغه څه زيات ښودل شوی، چې د رسمي سرچينو له لوري په ډاګه شوي. د نوموړي جومات خطيب سېد فضل اقا رسنيو ته ويلي، چې په ...
Read More »حنفي: د افغانستان له خاورې څخه به هېچا ته ضرر ونه رسول شي
د اسلامي امارت چارواکي يو وار بيا ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر وړاندې ونه کارول او نه به هم د افغانستان خاورې له ادرس چا ته ضرر ورسېږي. د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي چې نن پنجنشبه د (غويي په ۸مه) يې د ...
Read More »حکومت: د غويي ۸مه د افغانانو د بريا او ازادۍ ورځ ده
نن پنجشنبه د (غويي ۸مه) په افغانستان کې د شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې د افغانستان د جهاد د بريا له ۴۴ تلين سره برابره ده. سرپرست حکومت هم د تېر حکومت په څېر د جهاد د بريا دغه ورځ رخصت اعلان کړې او د يوې اعلاميې په خپرولو سره ...
Read More »ملګري ملتونه: دوو مياشتو کې له ميليون زياتو داخلي بيځايه شوو افغانانو ته رسېدنه شوې
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، په وروستيو دوو مياشتو کې يې له يو مېليون څخه ډېرو هغو افغانانو ته رسېدنه کړې، چې د بېلابېلو عواملو له مخې په کور دننه بې ځايه شوي دي. د افغانستان لپاره د نوموړي صندوق برخې نن چهارشنبه د (غويي په ۷مه) تازه ...
Read More »لاوروف: مسکو د ټولګډونه دولت لپاره د بينالافغاني ډيالوک رامنځته کولو هڅه کوي
د روسيې بهرنيو چارو وزير وزير سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې يو وار بيا د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې د افغانستان حکومت تر هغه وخته پر رسميت نه شي پېژندل کېدای، څو دغلته يو ټولګډونه دولت نه ...
Read More »حکومت: رسنۍ دې سوداګريز اعلانونه له همغږۍ پرته نه خپروي
د رسنيو د فعاليتونو پر سر د محدوديتونو په ترڅ کې تازه رسنيو ته د حکومت له لوري لارښوونه شوې، چې د سوداګريزو اعلانونو له خپراوي وړاندې دې د يادو اعلانونو د منځپانګې په اړه له حکومت سره همغږي وکړي. بيبيسي په دې اړه هغه مکتوب ته لاسرسی موندلی، چې ...
Read More »شهباز شريف: د افغانستان بشري وضعيت د ايران او پاکستان لپاره ستونزه ده
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بللی او زياته کړې يې ده چې د دغه وضعيت د کابو کولو په موخه د هېوادونو مرستې او همکارۍ ته اړتيا ده. شريف دغه څرګندونې پرون دوشنبه د شپې د (غويي په ۵مه) په ...
Read More »يوناما: د ټولو افغانانو بشري حقونه بايد خوندي شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما مرستيالې مته نودسن پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۵مه) په کابل کې د اهل تشيع له استازو سره ليدلي دي. يوناما په دې اړه يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، مته نودسن د يادې ليدنې پرمهال پر غم شريکۍ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس