Home » افغانستان (page 136)

افغانستان

سېګار: واک ته د طالبانو له رسېدو سره د داخلي بې‌ځايه شوو شمېر زيات شوی

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي سرمفتش يا سېګار په خپل تازه راپور کې چې نن پنج‌شنبه د (غويي په ۲۲مه) يې خپور کړی، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په دويم ځل له رسېدو سره په کور دننه د بې‌ځايه شوو کسانو د شمېر ...

Read More »

ګوټيريش په افغانستان کې د ترهګرۍ احتمالي احيا کېدو خبرداری ورکړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيريش د افغانستان په اړه خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې وضعيت ته په کتو سره په دې هېواد کې د ترهګرۍ د بيا احيا کېدو زيات احتمال شته. نوموړي پرون په هسپانيې کې د ترهګرۍ ضد يوې غونډې ته ويلي، چې د اقرېقا په ...

Read More »

حامد کرزی: افغانانو تل له خپل دود سره سم حجاب مراعت کړی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو له ځانګړې استازې ډيبرا لاينز سره لېدلي او د افغانستان اوسني وضعيت پر بېلابېلو اړخونو يې بحث کړی. حامد کرزي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د يادې ليدنې پرمهال له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځيو ...

Read More »

د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې نن پنج‌شنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي او په دې ناسته کې به د افغانستان اړوند پر بېلابېلو مسئلو بحث وشي. په ملګرو ملتون کې د افغانستان استازولۍ د مالوماتو له مخې، د يادې ناستې ...

Read More »

امريکا او تاجکستان د افغانستان مخکيني پوځ د چورلکو په اړه پرېکړه کوي

امريکايي او تاجکستاني چارواکي د افغانستان مخکيني هوايي ځواک د هغو چورلکو د برخليک پر سر خبرې کوي، چې د تېر نظام پرځېدو پرمهال تاجکستان ته بېول شوې دي. په دوشنبې کې د امريکا سفير جان مارک پوميرشيم پرون چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) يوې غونډې ته ويلي، چې دامهال ...

Read More »

نيکلاسون د امربالمعروف وزارت له مسوولانو د حجا پر وروستۍ پرېکړه غږېدلی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر له سرپرست وزير خالد حنفي سره لېدلي او د حجاب جبري کولو په اړه يې د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې په اړه بحث کړی دی. د دې لېدنې پرمهال ...

Read More »

د سند محکمې په يوه قيضه کې د علي وزير ضمانت قبول کړ

د سند محکمې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) په يوه قيضه کې چې له مخې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير زنداني دی، ضمانت منظور کړ. د علي وزیر مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته ويلي، چې دا قضيه په ۲۰۱۸ کال کې د علي وزير په ...

Read More »

د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

ټاکل شوې چې سبا پنج‌شنبه د (غويي په ۲۲مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي هېوادونه د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. دغه خبر په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق هم تائيد کړی او ويلي يې دي، چې دا غونډه د طالبانو له ...

Read More »

خالد حنفي: نړيوال په افغانستان کې د حجاب په اړه د پرېکړې کولو حق نه لري

د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب په تړاو د وروستيو نړيوالو غبرګونونو په اړه وايي، اسلامي امارت د شرعي قانون د پلي کولو په موخه کلونو مبارزه کړې او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی چې شرعي قانون په بشپړه توګه عملي ...

Read More »

منظور پښتين: د جګړې نوې څپې خلاف ولس ته د پوهاوي ورکولو لويه غونډه کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د راتلونکې جون مياشتې په ۵مه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون تر عنوان لاندې لويه ولسي غونډه دايېروي. نوموړي پرون سې‌شنبه ناوخته د (غويي په ۲۰مه) يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه غونډه کې به ...

Read More »