د ژغورنې نړيوالې کميټې مسوولانو ويلي، چې دامهال اکثره افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او په خبره يې دغه شمېر ښايي د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال په نيمايي کې ۹۷ سلنې ته ورسېږي. يادې کميټې زياته کړې، چې افغانان دامهال ځان ته د خوړو په پيدا کولو ...
Read More »مجاهد: د کابل په کارته سخي کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي
د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد د کابل درېيمې امنيتي حوزې اړوند په کارته سخي سيمه کې د چاڼيزو عملياتو په اړه ويلي، چې د دې عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۴ غړي وژل شوي دي. مجاهد پرون چهارشنبه ناوخته د (زمري په ۱۲مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، ...
Read More »اروپايي ټولنه: د الظواهري وژل له ترهګرۍ سره د طالبانو پر اړيکو شکونه زياتوي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نيکلاسون وايي، تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د تاشکند په نړيوالو کنفرانس کې طالب چارواکو د هېوادونو او نړيوالو سازمانو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه پر افغانستان د بشپړ کنټرول ادعا وکړه. نوموړی زياتوي چې د يادې ادعا ترڅنګ ...
Read More »کراچۍ کې پر پوليسو خپل مهمات چاودېدلي او مرګ ژوبله يې ور اړولې
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د سند ايالت په مرکز کراچۍ ښار کې پر پوليسو چاودنه شوې، چې له کبله يې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. چارواکو ويلي چې چاودنه د کراچۍ باغ په نوم سيمه کې د پوليسو يوه مرکز کې د مهماتو ټولولو پرمهال شوې او له امله ...
Read More »امريکا: د حقاني شبکې ځيني غړي خبر وو چې الظواهري په کابل کې دی
په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ايمنالظواهري له وژل کېدو وروسته، امريکايي چارواکو ادعا کړې چې د حقاني شبکې ځيني غړي پر دې خبر وو، چې نوموړی په کابل کې دی. د امريکا د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان له PBS ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، د ...
Read More »سراجالدين حقاني په افغانستان کې د القاعده ډلې د غړو حضور رد کړ
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني هغه راپورونو رد کړل، چې ګواکې د القاعده شبکې جنګيالي يو شمېر مهم غړي په افغانستان کې ميشت دي. نوموړي له يوې هندي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې هېڅ غړی نشته او په ...
Read More »سيګار: د افغان ښځو وضعيت اړه انديښنې لا زياتې شوي
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سيګار په خپل تازه درې مياشتني راپور کې، چې د امريکا انګرېس ته يې وړاندې کړی د افغانستان په تړاو د ګڼو نورو مسايلو ترڅنګ د نجونو او ښځو پر اوسني وضعيت تمرکز کړی. په دې راپور کې ويل ...
Read More »الظواهري کابل ته له راتګ وړاندې چرته و؟
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله ويلي، څو کاله وړاندې امريکا داسې مالومات ترلاسه کړل چې د القاعده شبکې مشر ايمنالظواهري د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو قبايلي سيمو کې اوسي. دې چارواکو ويلي، چې امريکا له هماغه وخت را په دېخوا د الظواهري د پيدا کولو په هڅه ...
Read More »اوباما: د الظواهري په وژلو سره د سپټمبر ۱۱مې قربانيانو نسبي تسلي وشوه
د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ايمنالظواهري وژل کېدو په غبرګون کې ويلي، چې اسامه بن لادن او ايمنالظواهري په وژل کېدو سره د سپټمبر ۱۱مې پېښې عاملان عدالت ته وسپارل شول. نوموړي نن سېشنبه د (زمري په ۱۱مه) خپل ټوېټر کې ...
Read More »ټروډو: د الظواهري وژل کېدل د نړۍ د خونديتوب لپاره ښه ګام دی
د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو د امريکا له لوري په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو په اړه غبرګون ښودلی او د نوموړي وژل کيدل يې نېک اقدام بللی دی. ټروډو نن سېشنبه د (زمري په ۱۱مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس