Home » افغانستان (page 86)

افغانستان

کانکور؛ ۸۸۶۰۳ تنه دولتي پوهنتونونو ته بريالي شوي

د ازموينو ملي ادارې نن شنبه د (لړم په ۱۴مه) د روان ۱۴۰۱ لمريز کال د کانکور ازموينې پايلې اعلان کړې. د پايلو له مخې د هرات اوسېدونکی سليمان د ۳۵۵.۴۲۰۴ لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکونو عمومي اول نمره، د کابل اوسيدونکی محمد شبير د ۳۵۵.۳۲۸ نمرو ...

Read More »

ملګرو ملتونو افغانستان کې د نيول شوو ښځينه فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وولکر تورک د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې په کابل کې د ښځو حقونو نيول شوې فعالانې بېرته خوشې کړي. وولکر په خپل ټوېټر کې د نيول شوو ښځينه فعلانو نومونه نه دي ياد کړي، خو په کابل کې د ...

Read More »

کابلوف: امريکا او برېتانيا پر منځنۍ اسيا د فشار راوړلو لپاره داعش تقويه کوي

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په يوه مقاله کې چې د نيزاويسيما ورځپاڼې له لوري خپره شوې، په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتيا له جريان خبر ورکړی. نوموړي په ياده مقاله کې ليکلي، چې امريکا او برېتانيا عملا په افغانستان د خپل ملاتړ له ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانې نجونې د زده‌کړو لپاره لېوالې او کلک هوډ لري

ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر دوام ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې دغلته نجونې د زده‌کړو لپاره په بې‌سارې توګه لېواله دي. د دې سازمان د کډوالو عالي کېمشنرۍ د بهرنيو اړيکو مسووله ډومينيک ازابل هيډ چې دامهال افغانستان ته په ...

Read More »

امريکا په تاجکستان کې افغانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ پيل کړه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د امريکا سفارت اعلان کړی، چې پر شرايطو برابر افغانان کولی شي امريکا ته د تګ لپاره غير مهاجرتي ويزې په تاجکستان کې ترلاسه کړي. دې سفارت په يوه بيان کې زياته کړې، چې د افغان وګړو ترڅنګ د روسيې، ازبکستان، ايران  او ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت: افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق صفر شوی

کورنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه، چې په کې په افغانستان کې د کوکنارو د کر له ۳۲ سلنې زياتوالي خبر ورکړل شوی غبرګون ښودلی دی. د دې وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معينيت ويلي، چې دا مهال د ټول هېواد په ...

Read More »

يوناما: يوه کال کې د خبريالانو له بشري حقونو د سرغړونې سلګونه پېښې ثبت شوي

د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما نن چهارشنبه د (لړم په ۱۱مه) د افغان خبريالانو په حق کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د سلګونه قضيو له ثبتولو خبر ورکړی. يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي ...

Read More »

امريکا د هاګ محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو مخالفت وکړ

د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د تېرو کلونو پرمهال د ترسره شوو جنګي جرمونو د څېړلو پرېکړې له اعلان وروسته، امريکا تازه په دې اړه غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې مخالفت يې کړی دی. دې محکمې ويلي، چې د قاضيانو په غوښتنه يې غواړي په ...

Read More »

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت ۳۲ سلنه زيات شوی دی

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په پرتله د نشه‌يي توکو کښت مقايسوي راپور خپور کړی او په کې يې ويلي، چې دغلته د تېر کال په پرتله په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د نشه‌يي توکو د کښت کچه ۳۲ سلنه زياته شوې ده. په ...

Read More »

افغان لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې د سرېلانکا له لوبډلې ماتې وخوړه

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د سياليو په دوام سره نن سې‌شنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا لوبډلې پر وړاندې ميدان ته ښکته شوه. افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ...

Read More »