Home » افغانستان (page 48)

افغانستان

قانع: د بدخشان لاریون پای ته رسېدلی او وضعیت د ا.ا ځواکونو په کنټرول کې دی

د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې د سمه‌ییزو خلکو د لاریونونو په دوام تېره ورځ (شنبه د غویي ۱۵) د یاد ولایت د ارګو ولسوالۍ خلکو هم د ا.ا پر وړاندې لاریون وکړ. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله امیري، په مرکه کې د دغه ولایت حالت «عادي» ...

Read More »

د تخار – بدخشان لویه لاره د سیلابونو له امله تړل شوې

د بدخشان مسوولینو د سیلابونو له امله د تخار – بدخشان لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د ټولکټو رییس، عبدالغفور عتید ویلي چې دا لاره نن سهار (یکشنبه، د غویي ۱۶مه) د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. تر دې وړاندې هم د ورښتونو ...

Read More »

هند کې د افغانستان قونسلې د «سرو زور د قاچاق» په اړه د راپور تر خپرېدو وروسته استعفا وکړه

د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان قونسلې، ذکیې وردګ د هندي پولیسو له خوا د ۲۵ کیلو ګرامه سرو زرو د نیولو او د قاچاق د قضیې د ثبتولو په اړه د راپور تر خپرېدو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده. مېرمن وردګ خپله استعفا نن (شنبه، ...

Read More »

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشې شول

د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له بېلابېلو زندانو څخه دا ۱۵ بندیان تېره پنجشنبې د غویي ۱۳مه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. ...

Read More »

رینا امیري: هرات کې پر لمونځ کوونکو د برید عاملان باید ونیول شي

د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې «رینا امیري» په هرات کې پر شیعه لمونځ کوونکو د برید په غبرګون کې ویلي چې د برید عاملان باید ونیول شوي او «ځواب ویلو» ته مجبور شي. هغې نن (پنج‌شنبې، د ثور ۱۳مه) په ...

Read More »

امریکا: موږ د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره له ا.ا سره تعامل کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، وډانټ پاټل ویلي چې هېواد یې د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه له ا.ا سره تعامل کوي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وياند د ثور په ١١مه، په يوه خبري غونډه کې وويل: “کله چې له ا.ا سره ...

Read More »

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۸۴ میلیونه ډالر مرسته

د نړیوال بانک مدیره پلاوي د ‘افغان ټولنې د هوساینې او پروژو د تطبیق په موخه’ د نړیوالې پراختیایي ټولنې لخوا د ۸۴ میلیونو ډالرو په ارزښت مالي مرسته تصویب کړې ده. نړیوال بانک پرون (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په اعلامیه کې ویلي چې دا پیسې به د افغانستان ...

Read More »

یوناما په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په هرات ولایت کې پر لمونځ کوونکو برید غندلی دی. یوناما نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه سازمان په هرات کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د تېرې شپې هغه برید غندي چې ...

Read More »

هرات کې د وسله‌وال برید له امله شپږ لمونځ‌کوونکي وژل شوي

په هرات کې پر لمونځ‌کوونکو د ناپېژانده وسله‌والو د برید له امله شپږ ملکیان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره شپه شاوخوا ۹:۰۰ بجې یو ناپېژانده وسله‌وال د هرات د ګذره ولسوالۍ په ښارګوټي کې په یوه جماعت کې ...

Read More »

د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د ا.ا د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره نن (سه شنبه د ثور ۱۱مه) د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده. د ا.ا د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګ لاره نن ۷:۰۰ بجې د لویو ...

Read More »