Home » افغانستان (page 47)

افغانستان

بغلان کې د سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۱۵ ته رسېدلی

د ا. ا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ کسانو ته لوړ شوی او اوس هم د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي احتمال شته. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت دا شمېرې نن (یکشنبه، د غویي۲۳مه) خپرې کړې دي. ...

Read More »

له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه دوه زره ۱۰۸ افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې پرون د غویي په ۲۲مه یو زر ۷۵۹ افغان کډوال ...

Read More »

کابل کې د قوش تپې شل اوریزه سیالیو کې تر دې دمه «بند امیر» لوبډله پایلوبې ته رسېدلې

په کابل کې د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د قوش تپې شل اوریزه سیالیو لیګ کې تر دې دمه د بند امیر لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده. په دې لیګ کې پنځو لوبډلو لوبه کوله، چې په هغو کې سپین غر هغه لوبډلې ‎د ۸ لوبو په ...

Read More »

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ا.ا مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او دغه راز ګڼ شمېر کورونه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي. د باختر خبري اژانس په رپوټ کې ...

Read More »

بدخشان کې چاودنه؛ داعش ترهګرې ډلې د دې چاودنې مسوولیت منلی

د داعش ډلې خراسان څانګې د بدخشان د مرکز فیض اباد چاودنې مسوولیت منلی دی. دا چاودنه پرون له غرمې مخکې (چهارشنبه د غویی ۱۹مه) د فیض‌اباد ښار په «جوزون» سیمه کې د ا.ا پر ځواکونو وشوه. داعش ډلې ویلي چې د یادې ډلې غړي په موتورسایکل کې بمونه ځای ...

Read More »

د هېواد په اوو ولايتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی

د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې رياست د هېواد په اوو ولايتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړى دى. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، سبا (پنجشنبه، د غویي ۲۰ مه) په هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، سمنګان او بغلان ولایتونو ...

Read More »

بېل ګټس بنسټ د افغانستان د روغتیایې چارو په برخه کې ۱۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان یوې مسوولې ویلي چې بېل‌ګټس بنسټ د افغانستان د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې کړې ده. د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د سیمې مشرې، ډاکټرې حنان حسن ...

Read More »

غور کې سیلاب ځپلي جدي مرستې ته اړتیا لري

په غور کې سیلاب ځپلي وایي چې هر څه یې له لاسه ورکړي او جدي مرستو او لومړنیو توکو ته اړتیا لري. د غور سیمه‌ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي چې له زر زیاتې کورنۍ د سیلابونو له امله بې ځایه شوې دي. د غور یو سیلاب ځپلی په یو ویډیو ...

Read More »

نږدې زر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، ۹۱۳ افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت د دغو شمېرو په خپرولو سره زیاته کړې چې دغه کډوال په جبري توګه له پاکستان څخه ایستل شوي او د غویي په ۱۵مه نېټه د تورخم او سپین‌بولدک ...

Read More »