د دفاع وزارت مرستیال وایي، بهرني ځواکونه به د افغانستان شرایطو ته په کتو د خپل حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شامحمود میاخیل په خپله یوه مرکه کې ویلي طالبانو پر خپلو ژمنو هېڅ راز عمل نه دی کړی. میاخیل په ...
Read More »د اروپایي ټولنې وروستیو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون
طالب وسله والو د اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو هغه راپور رد کړی چې دغه ډله یې د وروستیو هدفي بریدونو او ورانکاره فعالیتونو مسووله بللې وه. د طالب وسله والو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د اروپايي ټولنې او څو ...
Read More »صالح:اسلام اباد د افغانستان د تجزیې او د مرکزي حکومت د له منځه وړلو په لټه کې دی
د ولسمشر لومړي مرستیال په رسنیو کې د مشارکتي او سولې حکومت د طرحې په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې یوه شیطاني طرحه بللې ده. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې پاکستان او د سیمې ځينې استخباراتي کړۍ د افغانستان د تجزیې او ...
Read More »دفاع وزارت:کندهار کې ۳۰ طالبان ووژل شول
دافغانستان دفاع وزارت وایي د کندهار ولایت په دریو ولسوالیو کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. یاد وزارت نن دوشنبه (د سلواغې۱۳مه نېټه) په خبره کړې اعلامیه کې ویلي، د کندهار ولایت ارغنداب، ډنډ او پنجوایې ولسوالیو اړوندو سېمو کې پر افغان ځواکونو د برید په موخه ...
Read More »اردوغان په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې
د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ولسمشر غني سره تېره ورځ په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده. ...
Read More »امریکا: طالبانو د ژمنو پر خلاف پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي
د امریکا د دفاع وزارت وایي طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، خو امریکایي لوری لا هم د دوحې هوکړې ته ژمن دی. د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي یو وار بیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، پر افغان ...
Read More »ملا برادر له جواد ظریف سره لیدلي دي
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په ایران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي دي. د هغه په خبره، دغه ناسته چې په ښه فضا کې ترسره شوه دواړو لوریو پر ...
Read More »اروپاني ټولنه:د هدفي وژنو او تاوتریخوالي مسوول وسله وال طالبان دي
اروپايي ټولنې او ګڼو نورو هېوادونو په یوه ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې وسله وال طالبان د وروستیو هدفي بریدونو او تاوتریخوالي مسوول دي. د اروپايي ټولنې په دغه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د عامه تاسیساتو ورانېدل، تاوتریخوالی، د ملکي وګړو وژل کېدل او هدفي ...
Read More »امنیت شورا:د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی
ملي امنیت شورا وایي د بهسودو پېښې د ارزونې لپاره یې یو پلاوی لېږلی دی. د افغانستان د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا، سیمه ییزو ارګانونو او ملي امنیت ادارو یو ګډ پلاوی د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ ته تللی ...
Read More »خټک:د نظام دښمنان غواړي افغانستان نویمو کلونو ته بوځي
افراسیاب خټک وایي، په افغانستان کې د پیاوړي نظام ددوام او پرمختګ د مخنیوي لپاره هدفي او منظم کار روان دی. د پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسیاب خټک په خپله یوه مرکه کې ویلي دي دا چې طالبان په مسکو کې د بل حکومت ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس