د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده په ۱۴ مواردو کې د اسلامي امارت غړو ته نوې سپارښتنې کړي او ټينګار يې کړی چې د اسلامي امارت غړي دې يادو سپارښتنو ته پابند پاتې شي. په دې سپارښتنو کې له خلکو سره سالم چلند، د قومي او ژبني تبعيض مخنيوی، خپلمنځي ...
Read More »خوړو نړيوال سازمان: پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي
د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي. دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ...
Read More »په شمالي ولايتونو کې پر اړمنو کورنيو د مرستو وېشل پيل شول
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR خبر ورکړی چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې يې پر اړمنو کورنيو د لازمو خوراکي او غير خوراکي توکو وېشل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان برخې تازه په خپل ټوېټر کې نن ...
Read More »پاکستان: پرته له پاسپورټ په تورخم او چمن کې افغانان خپل هېواد ته ستنېدای شي
د پاکستان حکومت اجازه ورکړې چې افغان وګړي له پاسپورټ پرته د تورخم او سپين بولدک له لارو بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي. پاکستاني چارواکو رسنيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې دا پرېکړه پرون يکشنبه د (کب په ۲۲مه) د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد ...
Read More »ترکيه: د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د طالبانو وربلل له رسميت پيژندلو سره تړاو نه لري
ترکي چاواکي وايي، د انتاليا ډيپلوماټيک فورم ته د اسلامي امارت پلاوي وربلل په دې موخه نه دي چې ګواکې ترکيه طالبان او د دوی په مشرۍ په افغانستان کې نوی حکومت په رسميت پېژني. د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د انتاليا ډيپلوماټيک فورم له پاي ته ...
Read More »کابل کې د پاسپورټ د وېش لړۍ پيل؛ خو په ولايتونو کې ځنډېدلی
د پاسپورټ عمومي رياست د مهالوېش پر بنسټ، ټاکل شوې چې نن دوشنبه په کابل کې له څو ورځني ځنډ وروسته د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل شي. د پاسپورټ عمومي رياست مسوولان وايي، دغه ځنډ په تخنيکي وسايلو کې د سرسري ستونزو له امله رامنځته شوی و او ...
Read More »سېګار: افغانستان کې د روغتيايي متخصصانو کمښت مخ پر زياتېدو دی
د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړی سرمفتش يا سېګار وايي، افغانستان له کلونو راهيسې د روغتيا سکټور د مؤثرو فعاليتونو وړاندې کولو په برخه کې د متخصصانو له کمښت سره دی. دې ادارې پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) خپل ټوېټر کې ويلي، د افغانستان روغتيا سکټور ...
Read More »کډوالو اداره: يوازې تېر کال په افغانستان کې ۱.۳ ميليونه کسان بېځايه شوي
د کډوالو نړيواله اداره يا IOM وايي، په افغانستان کې د جنګ جګړو له امله په وروستيو کلونو کې لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان په کور دننه له خپلو مېنو بېځايه شوي دي. دغې ادارې په دې اړه خپل تازه راپور کې چې پرون شنبه ناوخته د (کب په ...
Read More »کاملوف: په افغانستان کې د سولې پايښت د سيمې پر هېوادونو مثبت اغيز لري
د ازبېکستان بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف وايي، هېواد يې په افغانستان کې د سولې تامين ته لېوال دی او په دې برخه کې يې تل د خپلې وسې مطابق رغوونکې هڅې کړي دي. نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې ...
Read More »متقي: هڅه کوو چې د خلکو له غوښتنې سره سم حکومت نور هم ټولشمول شي
د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې د افغانانو او نړيوالو له غوښتنو سره اوسنی حکومت نور هم ټولشمول شي. نوموړي چې نن شنبه د (کب په ۲۱مه) يې د ترکيې انتاليا ډيپلوماسۍ غونډې ته خبرې کولې وويل، افغانستان له نړۍ ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس