Home » Author Archives: رویداد خبری آژانس (page 77)

Author Archives: رویداد خبری آژانس

صالح: په افغانستان کې د طالبانو د نظام بقا ناممکنه ده

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح چې يو وار بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت پيل کړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بقا دوام ممکن نه دی. نوموړي نن تازه په خپل ټوېټر کې د طالبانو حکومت تروريستي بللی او ويلي يې دي، چې ...

Read More »

ګوټريش: څو چې په افغانستان کې نجوني ښوونځيو او دندو ته ستنې نه شي، کرار نه کېنو

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوټريش وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځونو حقونو د اعادې او خونديتوب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي نن شنبه د (لړم په لومړۍ) خپل ټوېټر کې ليکلي، تر هغه وخته به د ...

Read More »

سور صليب: د نړيوالې ټولنې له همکارۍ پرته، د افغانستان بشري ناورين نه شي کابو کېدای

د سره صليب نړيوالې کميټې خبرداری ورکړی چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل او کار وکړي، ګني له دې پرته په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی سخت کار دی. د دې کميټې رئيس راپرټ مرديني له روېټرز خبري ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې قبايلي ضلعې په مرکز ميرانشا کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته سخته نښته شوې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې په ...

Read More »

پاکستان کې پر تاوتريخوالي د لاريون اوښتو له امله لاريونوال او پوليس وژل شوي

پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د لاريون پرمهال د تحريک لبېک مذهبي ډلې او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی شوی دی. د تحريک لبېک ډله وايي، کلونه کېږي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او پلويان يې محبور شوي چې ...

Read More »

ناټو: له طالبانو سره د حساب کولو په موخه سلا مشورې پيل شوي

د ناټو سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی څو په افغانستان کې له طالبانو سره حساب وشي چې له نړيوالو سره پر کړو ژمنو څومره ولاړ او د يادو ژمنو څومره هغه يې عملي کړي دي؟ دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزيران ...

Read More »

طالبان: د پاکستان له بهرنيو چارو وزير سره د حکومت رسميت پېژندنې په اړه بحث کېږي

د اسلامي امارت چارواکي وايي، د پاکستان بهرنيو چار وزير شاه محمود قرېشي نن د يوه پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل راغلی او ټاکل شوې چې د حکومت له ګڼو چارواکو سره به وګوري. د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسيون غړي احمدالله وثيق له رويداد خبري اژانس سره په ...

Read More »

ناټو: د ترهګرۍ پر مرکز د افغانستان بدلېدو په صورت کې، ترهګر له لرې په نښه کوو

ناټو سازمان په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه د ندېښنې په څرګندولو سره ويلي، که دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو پر مرکز او پنټځي بدل شي، نو ناټو به د افغانستان له خاورې دباندې لاس په کار شي او په دغه هېواد کې به ترهګر او ...

Read More »

اروپا د روسيې حکومت مخالف سياستوال اليکسي نوالني ته جايزه ورکوي

د اروپا پارلمان اعلان کړی چې د روسيې حکومت او د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين سرسخت مخالف اليکسي نوالني د سخاروف جايزې چې د بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې د اروپا تر ټول لويه جايزه ده، ګټونکی دی. د جايزې ګټونکي په توګه د نوالني ...

Read More »

باجوړ کې چاودنې څلور پاکستاني پوځيان وژلي

د قبايلو په باجوړ اېجنسۍ کې د پاکستان پر پوځ او پوليس غبرګې چاودنې شوې چې پوازي په يوه چاودنه کې ۴ تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د ځايي چارواکو خبره لومړنۍ چاودنه پرون د چهارشنه د (تلې په ۲۸مه) مازدېګر مهال د باجوړ په بانډه‌ګۍ سيمه کې د ...

Read More »