نن شنبه (د کب ۲مه نېته) د پاکستان د کرکټ سوپر لیګ لوبې پیلېږي. راشد خان، محمد نبي، مجیب رحمن او یو شمېر نور افغان لوبغاړي په دې شل اوورېزو سیالیو کې د بېلابېلو لوبډلو له خوا لوبول کېږي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک په دې اړه ازادي ...
Read More »شهرزاد اکبر: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشري په خپل ټوېټرپاڼه لیکلي:”تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ.” شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه نېټه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ...
Read More »امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته امادګي وښوده
د امریکا متحده ایالتونه وایي چمتو دی چې له ایران سره بیا د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته وروګرځي. دغه تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسله ولري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپرایس دوه ورخې وړاندې فبروري ۱۸ ( سلواغه ۳۰) ناوخته وویل چې د امریکا حکومت د ...
Read More »چین وايي له هند سره یې جکړه کې څلور عسکر وژل شوي
چین ۶میاشتې وروسته ومنله چې هند سره جګړه کې یې څلور سرتیري وژل شوي. د چین پوځ پرون جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب لومړی) وویل چې تېرکال په همالیا کې له هند سره یې په سرحدي جګړه کې څلور سرتېري وژل شوي وو. بیجینګ هغه وخت د هندي او چینايي سرتیرو ...
Read More »په دوو جلا پېښو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژل شوي دي
د سویلي وزیرستان او بلوچستان په بیلا بیلو بریدونو او چاودنو کې لس تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو ويلي چې، دوه شپې وړاندې د سویلي وزیرستان د سرا روغه سیمې په ډیله مزارۍ کلي کې وسله والو کسانو د ملیشه سرتیرو پر پوستې برید کړی و. پاکستاني ...
Read More »له ایران اسلام کلا بندر ته د توکو لېږد بیا پیل شو
ایراني چارواکو ویلي، چې اسلام کلا بندر ته یې له سون توکو پرته د نورو سوداګریزو توکو لېږد له سره پیل کړی دی. د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته د سوداګریزو توکو لېږد وروسته له هغې و ځنډېد چې د دغه بندر په ګمرک کې سلګونه موټر وسوځېدل ...
Read More »بایډن:له دیپلوماتیکو لارو د افغان جګړې د ختمولو ملاتړ کوو
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، چې په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغې دیپلوماتیکې پروسې کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوې ده. جو بایډن د میونیخ امنیتي کنفرانس ته وینا کې ټینګار وکړ چې حکومت به یې د افغانستان ...
Read More »نیمروز کې روان کال ۸۰ هکټاره بڼونه جوړ شوي
نیمروز کې سږکال ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغول شوي دي د افغانستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د نیمروز ولایت په بېلابېلو برخو کې ۸۰ هکټاره نوي بڼونه جوړ او بیارغولي دي. دغه وزارت وايي، دغه بڼونه چې ۳۰ هکټاره ...
Read More »د ای.پي.ایل کرکټ لیګ بولي سبا پنجشنبه ترسره کېږي
ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه(سبا پنجشنبه) ماپښین درې بجې په چینای ښار کې ترسره شي. ددې لیګ بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي ...
Read More »د بلغاریا چارواکو۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي
د بلغاریا چارواکي وایي، په یوه کښتۍ کې یې چې له دوبۍ یې د ایران ساختماني مواد لېږدول، څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه هیروئین ضبط کړي دي. څارنوال ولادمیرچاوداروف پرون سې شنبې(د سلواغې ۲۸مه) وویل، دغه هیروئین په ۴۸۷ کڅوړو کې د قیرپه رولونو کې ځای پرځای شوي وو. د ساختماني ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس