Home » افغانستان » افغان او تاجک چارواکو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل
رویداد خبري آژانس

افغان او تاجک چارواکو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

افغانستان او تاجکستان په بېلا بېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:” د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د تاجیکستان جمهوررئیس امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه تفاهم لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول.”

خبرپاڼه لیکي:” د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول.”

ارګ وایي، همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجیکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.

دا په داسې حال کې دی چې نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دوه ورځني سفر د اسیا زړه استانبول بهیر کنفرانس کې د ګدون په موخه تاجکستان ته روان شو.

ټاکل شوې د یاد کنفرانس اصلي رسمي غونډه سبا په دوشنبه ښار  کې پیل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...