د لغمان ولایت چارواکي وایي چې ملي امنیت منسوبینو یې په دغه ولایت کې ۷۵۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي نیولي دي.
د لغمان مرستیال والي خواجه محمد عصامي پرون شنبه (د کب ۱۶مه نېټه) په یوه خبري غونډه کې رسنیو ته وویل؛ د ملي امنیت منسوبینو خپلو اوپراتیفي هڅو په پایله کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د کابل ــ جلال اباد په لویه لاره په یوه هېنو ډوله موټر کې په ۱۹ بوریو کې بار چاودېدونکي توکي نیولي.
ښاغلی عصامي ویلي په دغو توکو کې سانیه سوز لینونه، پلتې او امونیم نایتریت چې ۷۵۰ کیلو ګرامه کیږي له یوه کس سره یوځای نیول شوي چې غوښتل د وسایطو ضد، چسپکي او نورو بېلا بېل ډوله ماینونو په جوړیدو کې ترېنه استفاده وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس