Home » افغانستان » د بشري حقونو کمېسیون: پر ملکي وګړو بریدونه دې سمدستي پای ته ورسېږي
رویداد خبري آژانس

د بشري حقونو کمېسیون: پر ملکي وګړو بریدونه دې سمدستي پای ته ورسېږي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، هدفي وژنې او پر ملکي وګړو حملې باید سمدستي پای ته ورسول شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون سې شنبې (د سلواغې ۱۴مه) ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پر ملکیانو حملې، په ښکاره جنګي جنایت او د بشریت ضد جرمونو څخه شمېرل کېږي.

تېره ورځ په کابل کې په درې حملو کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او اته تنه نور ټپیان شول. په وژل شوېو کې د افغانستان د اصلاح ټولنې د مرکزي شورا مشرمحمد عاطف هم شامل و.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د دغو حملو عاملان به هر چېرې چې وي، یو وخت عدالت ته را کاږل شي او ورسره به حساب کتاب وشي.

چا یا کومې ډلې په کابل کې د پرونیو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی او طالبانو هم په کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...