Home » افغانستان » بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

بلخ کې ۱۵ طالبان وژل شوي

شاهین قول اردو په بلخ ولایت کې، په پوځي عملیاتو کې، د ۱۵ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ویلي دي چې دا عملیات د چاربولک ولسوالۍ په خان آباد، تیمورک او مسګران کلیو کې شوي، په ترڅ کې یې ۱۵ طالبان وژل شوي، شل تنه ټپیان دي او دوه نور نیول شوي.

د یوه بل خبر له مخې دفاع وزارت په کندز ولایت کې په هوايي حملو کې اتلسو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ویلي، چې دا هوايي حملې د امام صاحب ولسوالۍ په بخمل کوڅه کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې یې دولس طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...