د ترکیې ولسمشر په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ولسمشر غني سره تېره ورځ په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې د طالبانو له لوري په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي، له افغان حکومت سره خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسوي او دایمي اوربند رامنځ ته کړي.
دواړو لورو په دې تلیفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزه اړیکو او سولې خبرې کړې دي.
اردوغان ویلي چې له افغان ځواکونو به د ترکیې ملاتړ دوام کوي او دغه راز د سولې په پروسه کې هم هر ډول مرستو ته تیار دي.
دوی ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې په تړاو د ترکیې، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه جوړه شي او دغه راز به د ترکیې او افغانستان د علماوو یو ګډ کنفرانس هم د افغان سولې په تړاو جوړېږي.