د بلخ والي فرهاد عظیمي وايي د یوه تښتول شوي ماشوم د موندنې د عملیاتو په لړ کې د یوې مشکوکې ښځې په ګډون ۲۱ کسان نیول شوي دي.
دغه ماشوم درې میاشتې وړاندې په مزار شریف ښار کې وتښتول شو چې تر اوسهیې د موندلو لپاره هڅو نتیجه نهده ورکړې.
فرهاد عظیمي پرون د سې شنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ ( مرغومي۳۰) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: “دې قضیې زیات پرمختګ کړی، تر ۲۰ زیات کسان مخکې نیول شوي وو، یوه ښځه چې موږ ورباندې شکمن وو، په وروستیو ورځو کې نیول شوې ده. هیلهمن یو د هغې په مرسته د نورو تښتوونکو څرک ولګوو.”
د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار محمد نبي وايي، تښتوونکو ورڅخه د یو نیم میلیارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
ولسمشرۍ ماڼۍ تېره شنبه وویل چې ولسمشرغني د بلخ چارواکو ته خبرداری ورکړی، که دغه ماشوم پیدا نهکړي، ټول به له دندو لیرې کړای شي.
د تښتونې د دې قضیې په تړاو د بلخ ترڅنګ په کابل کې هم ګڼو کسانو مظاهرې کړې دي.