Home » افغانستان » مرکچي پلاوی: له طالبانو سره مذاکرت اسانه پروسه نه ده او له ګڼو خنډونو ډکه ده
رویداد خبري آژانس

مرکچي پلاوی: له طالبانو سره مذاکرت اسانه پروسه نه ده او له ګڼو خنډونو ډکه ده

د افغان حکومت مرکچي پلاوی وایي له طالبانو سره مذاکرات اسانه پروسه نه ده او له ګڼو خنډونو ډکه ده.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی حفیظ منصور وایي له داسې یوې ډلې سره خبرې کول اسانه خبره نه ده چې شل کاله مو جګړه ورسره کړې ده.

د ښاغلي منصور په خبره، طالبان مذاکراتو کې پر خپلو دریځونو ولاړ دي خو تر څنګ یې پر جګړه هم تمرکز لري.

د هغه په وینا طالبانو په لومړي سر کې فکر کاوه چې د افغان حکومت پلاوی به هسې سمبولیک رول لري، خو وروسته ورته ثابته شوه چې دا کسان له پیاوړي دريځ خبرې کوي او هر یو له یوه فکر سره په دغو خبرو کې حضور لري.

نوموړي دا هم وویل چې مذاکرات بین الافغاني دي، خو تر څنګ یې د ګڼو هېوادونو او د نړیوالو بنسټونو استازي د مذاکراتو څارنه کوي او هر یو یې هلته خپل دريځ او خپلې موخې لري.

حفیظ منصور وایي طالبان د اسلامي حکومت لپاره هم واضح تعریف نه لري او په خبره یې افغانان مسلمان دي، طالبان دیني جریان نه دی، له دیني دريځ یې جګړې ته دلیل نه لري.

حفیظ منصور دا هم وویل چې د طالبانو مشران او مفتیان له خپلو بریدونو، جګړو او روان تاوتریخوالي په دیني دلایلو دفاع نه شي کولی او په دې تړاو مناظرو ته هم تیار نه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...