Home » افغانستان » چارواکي:ننګرهار کې د یوه سوداګر د وژلو په تور پنځه تنه ونیول شول
رویداد خبري آژانس

چارواکي:ننګرهار کې د یوه سوداګر د وژلو په تور پنځه تنه ونیول شول

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت جلال اباد ښار کې د سوداګر د ترور په تور پنځه تنه نیول شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې پولیسو د عبدالحکيم مشهور په حاجي تور په نوم سوداګر د قتل په تور پنځه تنه نيولي، چې په خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.

د یاد ولایت امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، چې د عارف په مشرۍ يې د غلو پنځه کسيزه ډله نيولې، چې دوه ورځې وړاندې يې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند سيمه کې سوداګر عبدالحکيم مشهور په حاجي تور یې وژلی وو.

ستانکزي دغه راز ویلي، چې عارف په ټپي حالت کې نيول شوی، او په ياده قضيه کې يې د اعتراف ترڅنګ نور شواهد هم ور سره موندل شوي دي، چې ډېر ژر به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...