په تورخم کې د افغان او پاکستان سرتېرو ترمنځ د تازه شخړې له کبله یو ځل بیا پاکستانیو سرتیرو یاده لاره بنده کړې.
د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي، د تورخم لاره وروسته له هغې بنده شوه چې په دې ښارګوټي کې پاکستاني ځواکونو تاسيساتو جوړول او افغان ځواکونو يې ممانعت وکړ.
عطاالله خوګیاڼي ويلي له همدې امله د دواړو لوريو ترمنځ ډزې او نښته شوې.
خوګیاڼي ویلي د تورخم ښارګوټي په یوه سیمه کې پاکستاني لوري له پخوا غوښتل چې تاسيسات جوړ کړيو خو تېره ورځ یې تازه بیا تحرکات کړي و چې د افغان ځواکونو لخوا یې ممانعت وشو.
د خوګياڼي په خبره لومړی هوایي ډزې شوي او بیا د پاکستان لخوا لاره تړل شوې ده.