ولسمشر غني پرون پنجشنبې د لړم۲۳ نېټه له غرمې مخکې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دغه کنفرانس کې ولسمشر وویل، د دولت د ټولو کارکوونکو بایومتریک بشپړ شوی او الکترونیکي تذکره زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.
ولسمشر دغه راز ويلي، تر هغې چې د پارلمان وکیلان او لوړپوړي مقامات خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، د سفرونو اجازه نه ورکوي.