Home » افغانستان » په افغانستان کې د کرونا ۱۲۶مثبتې پېښې ثبت شوي او شپږ تنه نور مړه شوي
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې د کرونا ۱۲۶مثبتې پېښې ثبت شوي او شپږ تنه نور مړه شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۱۵۹ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته شپږ تنه مړه شوي او ۱۲ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۶۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۴۵۸ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...