دلغمان ولایت کې ملي امنیت ځواکونو پنځه تنه طالبان د بېلا بېلو جرمنو په تور ژوندي نیولي دي.
د لغمان ولایت د مرستیال والي شهزاده مظلوم یار وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خپلو بېلا بېلو اوپراتیفي هڅو او عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو ۵ فعال غړي نیولي دي.
مظلوم یار زیاته کړې:” نیول شويو کسانو په دې ولایت کې د ماینونو ځای په ځای کولو، ترور، انتحار، چاودنو او ګڼو ترهګریزو او تخریبو کړنو کې لاس درلوده چې ورسره دوه حلقې چسپکي ماینونه هم نیول شوي.”

نوموړی زیاتوي چې دغو وسله والو طالبانو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او د لا زیاتې څېړنې په موخه د ملي امنیت په ریاست کې د تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.